بازتاب نیوز

طالب پلاوي په ازبکستان کې څه کول؟

٢١ زمری ١٣٩٧ بی بی سی

د انځور حقوق

Getty Images

Image caption

ارشیف

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت منلې چې د طالبانو له یوه پلاوي سره یې لیدلي دي. طالبانو هم د دې لیدنې پخلی کړی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي، د شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی یې ازبکستان ته تللی و.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه چې یوازې دوه جملې ده، زیاتوي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی چې د همدې دفتر مسوول یې مشري کوله، د بهرنیو چارو په وزارت کې له چارواکو سره وکتل او په افغانستان کې یې د سولې په اړه خبرې وکړې. په تېرو څو میاشتو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې هڅې ګړندۍ شوې دي.

طالبانو هم د دې لیدنې پخلی کړی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي، د شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی یې ازبکستان ته تللی و.

"دوی (طالبانو) غوښتل چې له نورو هېوادونو سره خبرې وکړي او مشورې ترې واخلي."طاهر خان , اسلام اباد

او هلته یې په پنځه ورځني سفر کې په افغانستان کې د سولې، د بهرنیو ځواکونو د موجودیت او په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ او برېښنا پروژو د امنیت په اړه له ازبکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي. نه طالبانو او نه هم د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې د پایلو په او راتلونکي په اړه څه ویلي. په اسلام اباد کې ازاد خبریال او شنونکی طاهر خان وايي، امریکا طالبانو سره د قطر تر ناستې وړاندې له مهمو افغان سیاسي څېرو، پاکستاني چارواکو او نورو سره سلا مشورې کړې وې، خو طالبانو په اړه داسې یو نظر موجود دی چې دوی په بل چا اعتبار نه کوي او اکثر پخپل سر پرېکړې کوي: "دوی (طالبانو) غوښتل چې له نورو هېوادونو سره خبرې وکړي او مشورې ترې واخلي." په وروستیو کې د ازبکستاني چارواکو له هڅو داسې ښکاري چې غواړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په احتمالي خبرو کې د منځګړي رول ولوبوي. * افغان چارواکي ادعا کوي، طالبان یې له غزني ښاره په شا تمبولي* "اسلام؛ که طالبان یې د جنګ حکومت یې د سولې لپاره کارولی شي"* د فاریاب پېښې 'وښوده چې طالبان یوازینی ګواښ نه دی'

د انځور حقوق

Getty Images

Image caption

ازبکستاني چارواکو د سولې د هڅو په لړ کې پاکستان او هم قطر ته سفرونه کړي او هلته یې له طالب چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

یوه میاشت وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په کابل کې له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره د سولې د هڅو په تړاو خبرې وکړې. د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي شاکر کارګر بي بي سي ته ویلي وو، ازبکستاني چارواکو د سولې د هڅو په لړ کې پاکستان او هم قطر ته سفرونه کړي او هلته یې له طالب چارواکو سره خبرې اترې کړې دي. ښاغلي کارګر زیاته کړې وه ازبکستاني چارواکو د طالبانو استازي تاشکند ته ور بللي چې له افغان چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي. د ده په وینا طالب استازو ازبکستاني چارواکو ته ځینې شرطونه وړاندې کړي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو شرطونه له افغان حکومت سره شریک کړي دي. ازبکستان په پام کې لري، خپله برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته چې برېښنا ته ډېره اړتیا لري، ولېږدوي. دغه راز ازبکستان غواړي د څه باندې ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت د اورګاډي پټلۍ جوړه کړي. دا پټلۍ به د هرات او مزار شریف ښارونه سره نښلوي.

د انځور حقوق

Getty Images

Image caption

افغان حکومت طالبانو ته د سولې بې ساری وړاندیز کړی دی

په تېرو څو میاشتو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې هڅې ګړندۍ شوي او افغان حکومت طالبانو ته د سولې لپاره بې ساری وړاندیز کړی، خو طالبان وايي، له امریکا سره مخامخ خبرې کوي. له اوږده ځنډ وروسته په دې وروستیو کې په قطر کې طالب استازو له امریکايي چارواکو هم وکتل. په ځینو رپوټونو کې ویل شوي په دې لیدنه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت او نورو اړوندو مسلو په اړه خبرې شوې دي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-45160643

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading