بازتاب نیوز

غورځنګ:د حاجي حیات خان په نوم کابل کې څلی جوړیږي

٢١ زمری ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

افغان حکومت په کابل کې د حاجي حیات خان په نوم د یوه څلي د جوړولو پریکړه کړې .

دا پریکړه نن ولسمشر غني د حاجي حیات خان او د ملي اردو د سرتېري محمد عمر کورنیو ته د فاتحې پرمهال کړې ده .

د ملي امنیت شورا د ولسي اړیکو ریس تواب غورځنګ وایي، په دې لیدنه کې ولسمشر د حاجي حیات خان کورنۍ ته د میوند غازي محمد ایوب خان او د محمد عمر کورنۍ ته د غازي میربچه خان م‌‌‌‌‌‌ډال ورکړ.

د غورځنګ په وینا ولسمشر دفاع وزارت ته لارښوونه وکړه چې په سیلاب قول اردو کې دې د شهید محمد عمر د رشادت د یاد څلی جوړ کړي. دغه راز یې د ولسمشرۍ مقام سلاکار غفور لېوال ته لارښوونه وکړه، چې په کابل یا ننګرهار کې دې د شهید حیات خان د قهرمانۍ د یاد د څلي د جوړولو په اړه کار پیل کړي.

ولسمشر دفاع وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د شهید حیات خان او شهید عمر کورنیو سره په مشوره دې د هغوی لپاره د کور د ورکولو ترتیبات ونیسي.

حاجي حیات خان په ننګرهار کې د داعش خلاف د کوټ ولسوالۍ د پاڅونوالو مشر و، چې څه موده مخکې په یوه برید کې  ووژل شو .

دغه راز محمد عمر د ملي اردو سرتېری و، چې په جلال اباد کې یې له برید څخه مخکې یوه ځانمرګي  ته غاړه ورکړه او د هغه د برید مخه یې ونیوله .

(0)The post غورځنګ:د حاجي حیات خان په نوم کابل کې څلی جوړیږي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/غورځنګد-حاجي-حیات-خان-په-نوم-کابل-کې-څل/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading