بازتاب نیوز

پاکستان د غزني جنګ ته ۸۵۰ نور طالبان لیږلي

٢١ زمری ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د غزني د ولایتي شورا یو شمېر غړي دې ولایت ته د پاکستان له مدرسو څخه دتازه اته نیم سوه طالب جنګیالیو د رسیدو خبرورکوي .

د شورا یوه غړي امان الله کامران په خبري کنفرانس کې له حکومته غوښتي، چې دوی هم باید غزني ته عاجله پاملرنه وکړي .

د کامران په وینا که غزني ته عاجل ځواکونه ونه لیږدول شي، د دې ولایت د یو شمېر سیمو د سقوط احتمال شته .

طالبان اوس هم د ښار د ځینو سیمو د نیولو ادعا لري، چې حکومت یې ردوي .

پر غزني د جمعې شپې راهیسې سخت بریدونه پيل شوي .

(0)The post پاکستان د غزني جنګ ته ۸۵۰ نور طالبان لیږلي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/پاکستان-د-غزني-جنګ-ته-۸۵۰-نور-طالبان-لیږ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading