بازتاب نیوز

غزني د اور په لمبو کې؛ جنګ له سره پیل شوی‌

٢١ زمری ١٣٩٧ سلام وطندار

له یوې لنډې نسبي ارامۍ وروسته، یو ځل بیا له څوو ساعتونو راپه‌دې خوا په غزني ښار کې ډېر سخت جنګ روان دی چې په پایله کې یې نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د پولیسو دویمه حوزه او د غزنویان راډیو ـ ټلوېزیون د طالبانو له لوري وسوځول شول.

د غزنویان راډیو ـ ټلوېزیون د رییس فرید عمري په وینا، د ښار داخلي واټونه د خلکو له وېرې خالي دي. د طالبانو له لوري مخابراتي شبکې او د ولایتي شورا د یو وکیل دفتر سوځول شوی او ټولې رسنۍ غیرفعالې دي. په‌ ورته وخت کې د ډزو اواز نه اورېدل کېږي او د امنیتي حوزو شاوخوا نږدې مېشت خلک په بېړې سره خپل کورونه خالي کوي.

د غزني روغتون یو مسوول وايي چې له دې جنګه تر اوسه روغتون ته ۱۶ جسدونه او ۳۰ ټپيان ور وړل شوي چې ملکیان هم په‌کې شامل دي. خو په خواله رسنیو کې بیا دا شمېرې ډېرې ښودل کېږي او د غزني وضعیت خراب ګڼل کېږي.

نن غرمه دوې بجې د غزني اوسېدونکي د غزني د ژغورنې په نامه د کابل ښار په شهرنو پارک کې د پرلت خېمه وهي او د غزني د ژغورلو غږ پورته کوي.

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=41678

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading