بازتاب نیوز

بادغیس کې د طالبانو ۵۰ کسیزه ډله د سولې بهیر ته راغله

٢١ زمری ١٣٩٧ طلوع نیوز

د بادغیس ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي چې د سولې عالي شورا د هڅو په پایله کې د عبدالغفار په مشرۍ د طالبانو یوه ۵۰ کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوې ده.

د یاد ولایت والي،  وايي:«ډېر خوشاله یوو چې ناراضي وروڼه مو چې دوی هم ا فغانان دي او د سولې له بهیر سره یوځای شوی تر د نورو وروڼو سره خپل ژوند په سوله کې تېر کړي.»

د بادغیس امنیه قومندان د سولې بهیر سره له وسلو سره د دې کسانو یوځای کېدل د امنیت په تامین کې اغېزمن بولي.

امنیه قومندان، جنرال احمد فهیم قایم څرګندوي: «هغه کسان چې ناراض وه او بغوت یې کړی وه، او نن د سیمه ییزې ادارې د چارواکو په هڅو دوی ته قناعت ورکړل شو تر څو د هېواد رغونه کې ونډه واخلي او له جګړې لاس واخلي. »

په همدې حال کې د یادې دلې مشر چې په توپان مشهور دی وايی چې ګاونډي هېوادونه د خپلو موخو لپاره طالبان سمبالوي.

دی وايي:«نن موږ پنځوس کسه د دولت سره یوځای شوو او ټاکل شوې چې ډېر نور دوه سوه کسان هم زموږ په همکارۍ له دولت سره یوځای شو.»

همداراز د بادغیس ولایتي شورا غړي د طالبانو نورو غړو هم غوښتنه کوي چې هېواد کې د سولې تامین په موخه د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د ولایتي شورا رئیس،  وايي: «موږ د طالبانو نورو ډلو هم غواړو چې د سولې له بهیر سره یوځای شي او خپل عادي ژوند مخې ته یوسي.»

د ولسي جرګې غړی، عبدالرحیم څرګندوي:«موږ نن شاهدان یوو چې وسله والې مخالفې ډلې له دولت څخه ملاتړ اعلانوي او د دې ډلې راتګ سره بادغیس کې طالبان کمزورې کېږي او نور د دولت پر وړاندې د جګړې ځواک نلري.»

د سولې له بهیر سره د طالبانو دا یوځای شوی قومندان وايي چې د هغه به هڅه به کابو دوه سوه نور هم د له دې بهیر سره یو ځای شي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D8%A8%D8%A7%D8%AF%D8%BA%DB%8C%D8%B3-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%DB%B5%DB%B0-%DA%A9%D8%B3%DB%8C%D8%B2%D9%87-%DA%89%D9%84%D9%87-%D8%AF-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D8%A8%D9%87%DB%8C%D8%B1-%D8%AA%D9%87-%D8%B1%D8%A7%D8%BA%D9%84%D9%87

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading