بازتاب نیوز

تندر قول اردو: غزني کې مهمې حکومتي ادارې د امنيتي ځواکونو په واک کې دي

٢١ زمری ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د تندر قول اردو چارواکي وايي چې غزني ته يو شمېر تازه دمي ځواکونه رسېدلي، خو د ښار په څنډو کې اوس هم جګړه روانه ده او بل لورته يو شمېر سرچينې وايي چې طالبانو غزني کې د ټاکنو کمېسيون دفتر ته اور اچولى دى.

د تېرې جمعې په شپه وسله والو طالبانو له څو لورو پر غزني ښار ډله ييز بريدونه پيل کړي چې له امله يې د ملکي کسانو په ګډون ښکېلو لورو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست محمد فاروق وويل چې د چاڼيزو عملياتو په موخه يو شمېر ځواکونه پرون غزني ته رسېدلي او نور ځواکونه اوس پر لاره دي.

ده زياته کړه چې د غزني په جګړه کې تر اوسه ١١٠ طالبان وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه جګړه کې ملکي خلکو او امنيتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

محمد فاروق وويل چې د غزني زندان، د ملي امنيت رياست، امنيه قومانداني د ولايت مقام او نورو مهم دولتي دفترونه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

بل لورته غزني کې يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې طالبانو په دغه ولايت کې د ټاکنو کمېسيون دفتر ته اور اچولى دى.

هغه په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل.

خو بل لورته د غزني د ټاکنو کمېسيون رييس ظاهر اکبري رسنيو ته ويلي چې طالبانو د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون دفتر ته نن سهار اور اچولى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د يادې جګړې له امله د جمعې ورځې له مازيګره غزني کې مخابراتي شبکې کار نه کوي چې له امله يې خلک نه شي کولى له خپلو کورنيو او دوستانو سره اړيکې ټينګې کړي.

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه وايي چې طالبانو د غزني ډېر شمېر ولسوالۍ نيولي او په ښار کې اوس هم جګړه روانه ده.

هغه وايي چې په دغه جګړه کې تر اوسه ګڼ شمېر حکومتي سرتېري وژل شوي او د پوځي وسايطو ترڅنګ يو شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

(0)The post تندر قول اردو: غزني کې مهمې حکومتي ادارې د امنيتي ځواکونو په واک کې دي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/تندر-قول-اردو-غزني-کې-مهمې-حکومتي-ادارې/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading