بازتاب نیوز

په رأیپاڼه کې د ولسي جرګې د کاندیدانو د موقعیت ټاکلو په هکله د ټاکنو خپلواک کمیسیون مطبوعاتي اعلامیه

٢١ زمری ١٣٩٧ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

په رأیپاڼه کې د ولسي جرګې د کاندیدانو د موقعیت ټاکلو په هکله د ټاکنو خپلواک کمیسیون مطبوعاتي اعلامیه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو قانون د ۸۲مې مادې، د کاندیدانو د نوملیکنې د لایحې د ۱۴مې مادې دویمې فقرې او په رأیپاڼه کې د کاندیدانو د نومونو د موقعیت ټاکلو لارښود له مخې خپل د خوښې کاندید ته د رأی ورکولو لپاره رأی ورکوونکو د آسانتیا او روڼتیا برابرولو په موخه، د پچه اچونې (قرعه کشۍ) مراسم ترسره کوي.

داچې د عدالت د ټینګښت لپاره پچه اچونه یوازینۍ لاره ده نو له امله یی د ملي او بین المللي څارونکو، مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او د رسنیو په شتون کې په رأیپاڼه کې د ولسي جرګې د کاندیدانو د نومونو د موقعیت ټاکلو د پچه اچونې مراسم د کمیسیون په مرکزي دفتر کې ترسره شو.

ټاکل شوېده د ټاکنو خپلواک کمیسیون کاندیدانو د وروستي لیست له مخې رأیپاڼې چمتو او د کاندیدانو فهرست خپور کړي او د رأی اچونې په ورځ همدغه لیست د رأی اچونې په مرکز کې راځوړند کړي.

د اساسي قانون د ۱۵۶مې مادې پر بنسټ او د ټاکنو قانون له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هر ډول ټاکنو او ټولپوښتنو د ادارې او څارنې مسؤلیت په غاړه لري په همدې توګه روان کال د میزان په ۲۸مه نیټه د ولسي جرګې ټاکنې هم ترسره کوي. د ټاکنو لپاره کې د افغانستان له خلکو، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او رسنیو سره، د ټاکنو خپلواک کمیسیون ښې اړیکې ساتلې دي او د ټاکنو کلتور د بنسټیزه کولو په موخه له هغوی هیله لري چې د مشارکت، څارنې او کتنې له لارې په ټولو ټاکنیزو بهیرونو کې له کمیسیون سره مرسته وکړي.

اصلي اړیکې: http://iec.org.af/ps/2012-06-23-06-41-38/press-ps/1219-ballot-lottery-20180812-ps

د اصلي پاڼې خلاصول

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading