بازتاب نیوز

چارواکي: اروزګان كې د يوه سرګروپ په ګډون ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

٢١ زمری ١٣٩٧ د كليد ګروپ

ځايي امنيتي چارواكي وايي، د اروزګان په مركز ترينكوټ كې د بريدونو په مهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او د يوه سرګروپ په ګډون اووه تنه نور ټپيان دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د لومړي کنډك قوماندان ملک زين الله کليد ته وويل، طالبانو دا بريدونه تېره شپه د ترينکوټ ښار په کوټوالو سيمه کې پر مېشتو امنيتي پوستو کړي، چې د افغان ځواكونو لخوا ورته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړل شوى دى.

د هغه په وينا، د جګړې په مهال افغان سرتېرو ته زيان نه دى رسېدلى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

The post چارواکي: اروزګان كې د يوه سرګروپ په ګډون ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/08/12/%DA%86%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%A7%DA%A9%D9%8A-%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%B2%DA%AB%D8%A7%D9%86-%D9%83%DB%90-%D8%AF-%D9%8A%D9%88%D9%87-%D8%B3%D8%B1%DA%AB%D8%B1%D9%88%D9%BE-%D9%BE%D9%87-%DA%AB%DA%89%D9%88%D9%86/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading