بازتاب نیوز

لوی درستيز: پر غزني ښار په بريد كې ۲۱ ترهګريزې شبکې شاملې دي

٢١ زمری ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د هېواد د وسله والو ځواكونو لوى درستيز وايي، پر غزني ښار په بريد كې ۲۱ تروريستي شبكې شاملې دي، چې د سيمې استخباراتو په ځانګړې توګه د آى اېس آى له لوري يې ملاتړ كېږي.

محمد شريف يفتلي نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، د دغه بريد په سر كې پاكستاني استخبارات ځاى لري، ځكه چې په جګړه كې د لشكر طيبه ډلې يو شمېر غړي هم وژل شوي دي.

د هېواد د وسله والو ځواكونو لوى درستيز زياته كړه، د ولايت مقام، امنيه قوماندانۍ، ملي امنيت رياست او زندان په ګډون د غزني ښار ټول ستراتېژيك ځايونه د افغان امنيتي او دفاعي ځواكونو په كنټرول كې دي.

د يفتلي په وينا، وسله والو طالبانو په دوكانونو او كورونو كې ځانونه ځاى پر ځاى كړي، چې د امنيتي ځواكونو د عملياتو د پڅېدو سبب شوي دي.

طالبانو د تېرې جمعې په شپه پر غزني ښار بريد پيل کړ او اوس هم هلته له افغان ځواكونو سره پر جګړې بوخت دي.

په دې جګړه كې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

The post لوی درستيز: پر غزني ښار په بريد كې ۲۱ ترهګريزې شبکې شاملې دي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2018/08/12/%D9%84%D9%88%DB%8C-%D8%AF%D8%B1%D8%B3%D8%AA%D9%8A%D8%B2-%D9%BE%D8%B1-%D8%BA%D8%B2%D9%86%D9%8A-%DA%9A%D8%A7%D8%B1-%D9%BE%D9%87-%D8%A8%D8%B1%D9%8A%D8%AF-%D9%83%DB%90-%DB%B2%DB%B1-%D8%AA%D8%B1%D9%87/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading