بازتاب نیوز

لوى اختر به راتلوونکې اوونۍ د سه شنبې په ورځ وي

٢١ زمری ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان کړى چې تېره شپه د ذي الحجې مياشت ليدل شوې او لوى اختر به د راتلونکې سه شنبې په ورځ وي.

د سعودي دولتي اژانس (واس) تېره شپه اعلان وکړ چې د عربستان په بېلو بېلو سيمو کې مياشت ليدل شوې او سترې محکمې د ګڼ شمېر شهادتونو په اساس د مياشتې د ليدلو اعلان کړى دى.

سرچينې زياته کړې چې د سترې محکمې د اعلان له مخې، د راتلونکې اوونۍ سه شنبه چې د زمري له ٣٠مه، سره برابره ده د لوى اختر لومړۍ ورځ به وي.

دغه راز د زمري ٢٩مه، به د عرفې ورځ وي او مسلمانان به د حج ستر رکن ( وقوف عرفات) ترسره کوي.

تر دې مخکې د هېواد مشهور ستوري پېژندونکي عبدالله کندهار هم اعلان کړى و چې د شنبې په ورځ به د لسو دقيقو لپاره د ذي الحجې مياشت په افغانستان او سعودي کې د ليدلو وړ وي.

  (0)The post لوى اختر به راتلوونکې اوونۍ د سه شنبې په ورځ وي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/لوى-اختر-به-راتلوونکې-اوونۍ-د-سه-شنبې-په/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading