بازتاب نیوز

په کابل کې هغه ماشومانو ته مرکز جوړېږي چې په اروپا کې نه دي منل شوي

٢١ زمری ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

په کابل کې هغه ماشومانو ته مرکز جوړېږي چې په اروپا کې نه دي منل شوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ډنمارک او ناروې په کابل کې د هغو ماشومانو د ساتنې او روزنې لپاره مرکز جوړوي چې په اجبارې توګه له اروپايي هېوادونو ويستل کېږي.

په ۲۰۱۶ م کې د شوي هوکړه لیک له مخې چې د افغان حکومت او اروپايي ټولنې ترمنځ لاسلیک شوی، اروپايي هېوادونه په ځانګړې توګه، ډنمارک او ناروې حق نه لري چې له اتلسو کلونو کم عمره ماشومان په اجباري ډول له خپلو هېوادونو وباسي.

بل لور ته د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یونسیف ویلي، د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو سره باید ډنمارک او ناروې دغه کم عمره ماشومان بېرته کابل ته را ونه لېږي.

د کډوالو چارو وزارت مسؤلینو ویلي، افغان حکومت په دې هڅه کې دی چې افغان ماشومان له اروپايي او نورو هېوادونو ونه وېستل شي او په خبره یې که بیا هم اجباري ويستل کېږي، نو حکومت اړ دی چې نورې حل لارې ورته پیدا کړي.

(0)The post په کابل کې هغه ماشومانو ته مرکز جوړېږي چې په اروپا کې نه دي منل شوي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/په-کابل-کې-هغه-ماشومانو-ته-مرکز-جوړېږي-چ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading