بازتاب نیوز

د غزني ښار د دفاع لپاره له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکوو

٢١ زمری ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د غزني ښار د دفاع لپاره له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکوو.

افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جان نېکلسن وايي، افغان ځواکونو په بریالیتوب سره له غزني ښاره دفاع کړې او د وسله والو برید یې دفع کړی دی.

نېکلسن زیاتوي، غزني کې د وسله والو د بریدونو خلاف مو په هوايي او نورو برخو کې له افغان ځواکونو ملاتړ کړی دی.

نېکلسن ټینګار کوي چې له غزني ښار سربېره به په نورو هغو سیمو کې هم له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي چې د وسله والو تر برید لاندې راځي.

(0)The post د غزني ښار د دفاع لپاره له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکوو appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-غزني-ښار-د-دفاع-لپاره-له-افغان-ځواکونو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading