بازتاب نیوز

له خراسان څخه افغانستان ته دصادراتوزیاتیدا

٢١ زمری ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د ایران په ختیځ کښې د خراسان جنوبی د ټرانسپورټ د ادارې مرستیال« مهدی ګرجی »له دغه ولایت څخه افغانستان ته د شیانو دصادراتو د یوپنځوس(۵۱) فیصده دزیاتیدا خبر ورکړ.هغه وویل تیره میاشت دایران له خراسان جنوبی ولایت او له ماهیرود سرحدی ټرمینل څخه افغانستان ته د شیانو صادرات یوپنځوس(۵۱) فیصده زیات شول او له دغه سرحدی ټرمینل څه دپاسه دوه زره(۲۰۰۰) ټرکونه افغانستان ته تللی دی .

ماهیرود سرحدی ټرمینل دایران په خراسان جنوبی ترټولو مهم رسمی فعال ټرمینل دی چې د خراسان جنوبی د مرکز په دوه سوه (۲۰۰)کلومیټره او د افغانستان دفراه ولایت دمرکز په یوسل دیرش(۱۳۰) کلومیټرۍ کښې دی

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/له-خراسان-څخه-افغانستان-ته-دصادراتوزی/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading