بازتاب نیوز

حنيف اتمر د روسيې له سفير سره د اوربند په اړه خبرې کړې دي

٢١ زمری ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ملي امنيت سلاکار د روسيې له سفير سره د سولې او اوربند په اړه خبرې کړې دي.

د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادرشاه وويل چې د روسیې فدراتیف جمهوریت سفیر الکساندر مانتیسکي د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره وليدل.

سرچينې زياته کړې،په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو پر څرنګوالي او د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

هغه وايي، دوی همدارنګه د سولې او پخلاینې په بهیر کې پرمختګونه تر بحث لاندې ونیول او په دې برخه کې د همکاریو پر څرنګوالي يې نظرونه تبادله کړل.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغانانو له خوا د سولې د ټینګښت په موخه د اروبند د احتمالي اعلان په اړه بحث وکړ او زیاته یې کړه چې په سوله او اور بند کې ژوند د هر افغان هیله ده او حکومت مسوولیت لري چې د ټولو افغانانو د هیلو او غوښتنو د پرځای کولو په موخه اقداماتو وکړي.

د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي د سولې او پخلاینې په لاره کې د افغان حکومت له هڅو ملاتړ وکړ او د دوه اړخیزو امنیتي او اقتصادي همکاريو د پراختیا په برخه کې یې د خپل هېواد له هر اړخیزو هڅو څخه افغان لوري ته ډاډ ورکړ.

(0)The post حنيف اتمر د روسيې له سفير سره د اوربند په اړه خبرې کړې دي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/حنيف-اتمر-د-روسيې-له-سفير-سره-د-اوربند-پ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading