بازتاب نیوز

د سعودي سفير: له افغانستان سره امنيتي او سياسي همکاريو ته چمتو يو

٢١ زمری ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

 په کابل کې د سعودي سفير ډاډ ورکړ چې هېواد يې له افغانستان سره  سياسي او امنيتي همکاريو ته چمتو دى.

د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادرشاه وويل چې د سعودي عربستان سفیر جاسم الخالدي نن د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره وليدل.

سرچينې زياته کړې،په دغه لیدنه کې د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پر ښه والي او پراختیا خبرې وشوې.

قادر شاه وايى چې د سعودي عربستان سفیر،ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړی چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، سیاسي او امنیتي همکاریو د ښه والي او دوام په موخه یې هېواد هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

سفير د افغانستان، سعودي عربستان، امریکا متحده ایالاتو او عربي متحده اماراتو د ملي امنیت د سلاکارانو په کچه د څلور اړخیزو همکاریو دګډ میکانیزم رامنځته کول هیله بښوونکي وبلل او د دې میکانیزم د غړو ترمنځ په بحثونو کې د شویو پرېکړو د عملي کولو لپاره یې چمتوالی وښود.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وویل چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پراختیا د ټولو افغانان هیله ده او په بېلابېلو برخو کې یې د سعودي عربستان د همکاریو له دوام څخه مننه وکړه.

اتمر زیاته کړه چې د څلور اړخیزو همکاریو په میکانیزم کې د سعودي عربستان رول او ونډه مهمه ده او د دې میکانیزم او پرېکړو پر عملي کولو یې ټینګار وکړ.

بلخوا د سعودي سفير په کابل کې هغو يو شمېر افغانانو ته غونډه جوړه کړې وه، چې د سعودي د بادشاه په بلنه سږ کال حج ته سفر کوي.

الخالدي دغې غونډې ته وويل چې هېواد يې د افغانستان د سولې  او ثبات لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

(0)The post د سعودي سفير: له افغانستان سره امنيتي او سياسي همکاريو ته چمتو يو appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-سعودي-سفير-له-افغانستان-سره-امنيتي-او/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading