بازتاب نیوز

تر راتلوونکو دوو ورځو پورې به د غزني ښار امنیتي حالت تغییر وکړي

٢١ زمری ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونه به ډېر ژر د غزني ولایت امنیتي وضعیت ته بدلون ورکړي.د ملي دفاع وزارت لوی دستیز، ستر جنرال محمد شریف یفتلي، چې د یکشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د غزني ولایت د امنیتي وضعیت په اړه یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه: تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د دغه ولایت امنیتي وضعیت بدلون وکړي او اول نمبر لویه لاره به هم د ترافیکو او مسافرو پرمخ پرانستل شي.نوموړي په غزني ولایت کې د ترهګرو د ځپلو په موخه د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو د ورو والي لامل په یاد ولایت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او د عامه شتمنیو د تخریب مخنیوی وباله. یفتلي دې ته په ټینګار سره، چې د غزني ولایت اصلي طالبانو یاد ولایت کې د وروستي پراخ برید ځواک نه لرلو، زیاته کړه، په دې برید کې طالبان او ترهګر له هلمند، زابل، پکتیا او پکتیکا ولایتونو څخه غزني ته راغلي وو.د ملي دفاع وزارت لوی درستیز وویل، چې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له غزني څخه د دفاع توان لري او د دغو ځواکونو لومړیتوب د طالبانو او بهرنیو ترهګرو له شتون څخه د غزني ښار پاکول، د ترافیکو پر مخ د اول نمبر لویې لارې پرانستل او د غزني ښار د امنیتي کمربند د امنیت ټینګول دي. هغه وویل، چې سټراټیژیکې نقطې لکه د ولایت مقام، امنیه قومانداني، محبس، د ملي امنیت ریاست او د ملي اردو اساسي مرکزونه همدا مهال د دولت په لاس کې دي. لوی درستیز دغه راز وویل، چې طالبانو په غزني عام المنفعه تأسیسیات نړولي او د غزني ښار د بزازۍ ستر مارکیټ یې سوځولی دی. ستر جنرال یفتلي د غزني ولایت له اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د تېر په څېر له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي، نوموړي د دغه ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د هیواد امنیتي او دفاع ځواکونه به د هغوی له ځان او مال څخه په کلکه ساتنه وکړي او په یاد ولایت کې به د امنیت د ټینګښت لپاره هر ډول هڅې تر سره کړي.###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/political/2870-2018-08-12-12-54-20

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading