بازتاب نیوز

د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د ۲۹پروژو تړونونه لاسلیک شول

٢١ زمری ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 21 زمری

د کلیو پراختیا وزارت د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۹ پروژو تړونونه له یوشمېر شرکتونو سره لاسلیک کړل.

د کلیو او پراختیا وزیر وایي، چې په دې پروژو کې د اوبو لګولو سربندونه او کانالونه، سړکونه، محافظوي دیوالونه او د ځینو ودانیو رغول شامل دي، چې له قرار داد وروسته یې عملي چارې هم پیلیږي.

بل پلو مسئولان وایي، ددې پروژو د عملي چارو په پیل کېدو سره به خلکو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.

د کلیو او پراختیا وزارت د یکشنبې په ورځ له یوشمېر شرکتونو سره د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د ۲۹ پرمختیايي پروژو د عملي چارو د پيل کېدو تړونونه لاسلیک کړل.

د کلیو او پراختیا وزیر وایي، د دغو پروژو ارزښت درې سوه ملیونه افغانۍ دی، چې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې عملي کیږي او په دې پروژو کې د اوبو لګولو سربندونه او کانالونه، سړکونه، محافظوي دیوالونه او د ځینو ودانیو رغول شامل دي.

دغه پروژې په هلمند، بلخ، کونړ، پنجشیر، پکتیا، ننګرهار، کندوز، لغمان، پروان او سرپل ولایتونو کې عملي کیږي.

د کلیو پراختیا وزیر وایي، چې ددې پروژو د عملي چارو په پيل کېدو سره به خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي او له دې پروژو به ۶۷ زره ځايي خلک ګټه واخلي.

د کلیو پراختیا وزارت مسئولان وایي، چې ددې پروژو لګښت د افغانستان د مالیې وزارت له لوري ورکول کیږي او دوه پروژې پکې د هند له خوا حمایه کیږي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13711-enkeshafi

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading