بازتاب نیوز

غزني ښار د طالبانو په ولکه کې

٢١ زمری ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 21 زمری

د افغانستان لوی درستیز وایي، دغزني جګړه د آی اېس آی له لوري رهبري کیږي.

شریف یفتلي چې په کابل کې یې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، چې په غزني کې ډیری وژل شوي جنګیالي د لشکر طیبه غړي دي چې د پاکستان له لوري حمایه کیږي.

په ورته وخت کې د کندهار امنیه قوماندان وايي، د غزني جګړې ۱۲۲ مړي د پکتیکا او زابل ترمنځ د ډیورنډ پورې غاړې ته قمرالدین کاریز او له هغه ځایه بادني، پښین او نورو سیمو ته انتقال شوي دي.

خو د غزني د ولایتی شورا غړي او اوسېدونکي امنیتي مسوولان ګرم بولي او وایي، طالبان د ښار په منځ کې جګړه کوي.

په غزني ښار کې د درېیمې ورځې لپاره هم سخته جګړه روانه ده او وسله والو طالبانو یو ځل بیا پرهغو سیمو کنترول ترلاسه کړی چې په تیرو دوه ورځو کې ترې په شا تمبول شوي وو.

د جګړې لومړۍ کرښه د ښار په منځ کې ده او د معلوماتو له مخې امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ یوازې د ولایت له مقام او امنیه قوماندانۍ څخه دفاع کوله.

د غزني ولایتي شورا غړي او اوسېدونکي وايي د امنیتي ځواکونو د بې کفایتۍ له امله دغه ولایت له ستر ناورین سره مخ دی.

طالبانو په غزني ښار د برید پر لومړۍ ورځ په دې ولایت کې د ګڼو رسنیو انتنونه وسوځول، مخابراتی شبکې قطع شوې او پرځای یې اوس شاوخوا د شریعت غږ راډیو خپرونې اورېدل کیږي.

یو شمېر سرچینې وايي، طالبانو د د دولتي چارواکو کورونه پلټلي او یو شمېر پوستو ته یې اورونه اچولي دي.

دغزنی د ولایتي شورا غړي او اوسېدونکي غزني ښار ته له مقاومت پرته د طالبانو داخلېدل د پوښتنې وړ بولي او وایي، چې طالبان دامهال د ښار پر ستره برخه ولکه لري.

 

خو په ورته وخت کې د هیواد لوی رستیز وایي، دغزني جګړه د پاکستان د استخباراتی ادارې له لوري رهبری کیږي او په جګړه کې یوشمېر وژل شوي کسان هم د لشکر طیبه غړي دي.

د کندهار امنیه قوماندان هم وايي، چې د غزني جګړې ۱۲۲ مړي، چې د لشکر طیبه، کشمیري ډلو جنګیالي او د پاکستان نور وګړي پکې شامل دي، د پکتیکا او زابل ترمنځ د ډیورنډ پورې غاړه قمرالدین کاریز او له هغه ځایه بادني، پښین او نورو سیمو ته انتقال شوي دي.

پرغزني ښار د طالبانو له بریدونو وروسته د کابل ـ کندهار لویه لاره چې د هیواد لویدیځ او جنوبي ولایتونه له مرکز سره نښلوي تړل شوې او دواړو لوریو ته سلګونه مسافر بند پاتې دي.

ویل کيږي د کوټې شورا څخه غزني ته په یوه استول شوي لیک کې خلکو ته عمومي عفو اعلان شوې او داسې ښکاري، چې طالبان هڅه کوي د دغه ولایت ستراتیژيک موقعیت ته په پام سره، دلته خپل واک او کنټرول وغځوي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13710-ghazni

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading