بازتاب نیوز

پښتون ژغورنې غورځنګ د بابړې د شهیدانو په یاد ولسي غونډه وکړه

٢١ زمری ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 21 زمری

دا غونډه د پښتونخوا به سوابۍ ښار کې جوړه شوې وه او پر پښتونخوا سربیره له بلوچستان او نورو سیمو هم خلکو پکې برخه اخیستې وه.

د پاکستان پوځ پوره ایا کاله وړاندې د ۱۹۴۸ کال د اګست په ۱۲ مه د چارسدې په بابړه کې په راټولو شویو پښتونو ډزې وکړې او تر ۶۰۰ ډیر بې ګناه انسانان یې په ډله ییزه توګه ووژل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر «منظور پښتون» د سوابۍ غونډه کې د بابړې پیښه غندلي او هلته شوی ظلم یې پوځي بې عدالتي بللې ده.

پاکستان کې د پوځ د ظلمونو په خلاف د منظور پښتون په مشرۍ راولاړ شوي غورځنګ د بابړې د شهیدانو په یاد ستره ولسي غونډه جوړه کړه.

دا غونډه په سوابۍ کې جوړه شوې وه، خو پښتونخوا سربیره پکې د بلوچستان او نورو ایالتونو پښتونو هم ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو اویا کاله وړاندې په همدې ورځ د چارسدې په بابړه کې د بې وسلې پښتونو په یوه ستره غونډه د پاکستان د پوځ برید، چې له ۶۰۰ ډیر کسان پکې وژل شوي وو، وغانده.

منظور پښتون د سوابۍ غونډه کې د بابړې پیښې ته د پوځي بې عدالتۍ نوم ورکړ.

د سوابۍ دې ولسي غونډې ته له تېرو څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو کمپېن روان و.

منظور پښتون تر دې غونډې یوه ورځ وړاندې پېښور کې د یوه لاریون په مهال ویلي و، تر هغې چې په پاکستان کې له پښتنو سره د مور میرې چلند او ظلم روان وي، دوی به ارام پاتې نشي.

"چې تر څو زموږ د وطن د خلکو اوښکې روانې وي زموږ له خولې به هم د بغاوت سپېڅلي اوازونه پورته کېږي، چې تر څو پښتون دلته یو بې پته، پېغورجن او ملزم قام اوسېږي تر هغو به یې موږ دفاع کوو او له دې مورنۍ خاورې سره مو وعده ده چې تر څو دلته امن نه وي راغلی د دې خاورې د بقا لپاره به همېشه اواز پورته کوو"

د سوابۍ جلسې ته هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غونډ په څېر د لسګونو بې درکو کسانو خپلوان او د کورنۍ غړي ورغلي وو.    د پاکستان پوځ او حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې په ځای بولي، خو تر اوسه له دغه غورځنګ سره په مذاکراتو بریالي شوي دي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13709-pashtun-long-march

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading