بازتاب نیوز

د نوماندانو لپاره د انتخاباتي شمیرې ټاکل

٢١ زمری ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 21 زمری

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حذف شویو نوماندانو له نیوکو سره سره د نوماندانو لپاره د انتخاباتي شمیرو د ټاکلو پروسه ترسره کړه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس وايي، چې یاده پروسه د هغو نوماندانو لپاره ترسره شوه، چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون له لورې په نهايي لیست کې ځای ورکړل شوی دی.

یاده پروسه، چې له مخې به یې د نوماندانو ټاکنیزه شمیره مشخصه شي د نوماندانو په نه موجودیت کې د د شاو خوا دوه زره او شپږ سوه کاندیدانو لپاره ترسره شوه، چې له غزني پرته د هیواد ټول ولایتونه پکې شامل دي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون له لورې د نهايي لیست له اعلان وروسته چې ۳۵ کاندیدان یې د ولسي جرګې له راتلونکو ټاکنو په مختلفو دلایلو محروم اعلان کړل، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یک شنبې په ورځ د نوماندانو لپاره د انتخاباتي شمیرو پروسه هم ترسره کړه.

که څه هم د نهايي لیست له اعلان وروسته ځیني حذف شوي نوماندان د اعتراض او د انتخاباتي شمیرو ټاکلو پروسې د درولو په هدف د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته تللي وو، خو د کمیسیون رییس وايي چې د قانون په اساس د انتخاباتي شمیرو د ټاکلو پروسه ترسره کوي او هغه نوماندان چې په نهايي لیست کې یې ځای نه دی خپل کړی، د قانون په اساس د کمیسیون له خوا ځواب ورکړل شوی.

 

مسوولان وايي چې پخوا به د نوماندانو انتخاباتي شمیرو پروسه له کمیسیون دباندې ترسره کیده خو دا ځل دا پروسه د شفافیت په خاطر پخپله په کمیسیون کې د رسنیو پر وړاندې ترسره کیږي.

دوي وايي یاده پروسه به له غزني ولایت پرته د هیواد په ټولو ولایتونو  کې د شاوخوا ۲۶۰۰ نوماندانو لپاره د نوماندانو له موجودیت پرته د رسنیو په موجودیت کې ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون داسې مهال د نوماندانو لپاره د انتخاباتي شمیرو د انتخاب پروسه ترسره کوي چې یو شمیر حذف شوي نوماندان پر کمیسیون تور پوري کوي چې د شخصي مخالفتونو او نورو عواملو له مخې یې له نهايي لیسته حذف کړي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13708-election

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading