بازتاب نیوز

غني: فساد تر ټولو ستر جنایت دی او پروړاندې یې جهاد پکار دی

٢١ زمری ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 21 زمری

ولسمشر غني وایي، فساد د ملت او دولت برمته کېدل دي او پروړاندې یې مبارزه جهاد ده.

اشرف غني، چې د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، چې فساد تر ټولو ستر جنایت دی او پروړاندې یې باید جهاد وشي.

بل پلو ولسمشر غني وایي، چې په انتخاباتو کې مداخله نه کوي او د انتخاباتي کمېسیونونو له وروستیو تصامیمو هرکلی کوي.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ او د سولې، ټاکنو او فساد په تړاو یې د ځوانانو غوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

اشرف غني وایي، چې فساد د افغانستان حکومتي دستګاه له ستونزو سره مخ کړې او پروړاندې یې جهاد یو ضرورت دی.

محمد اشرف غني وایي، چې فساد د دولت او ملت برمته کېدل دي او نور باید ختم شي.

محمد اشرف غني همداراز وایي، چې د سولې په تړاو نړیواله او سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شوې او په دې تړاو په کور دننه سلا مشورې جاري ساتي.

بل پلو ولسمشر غني د ټاکنیزو کمیسیونونو وروستیو تصامیمو ته په اشارې وایي، چې حکومت د انتخاباتي کمیسیونونو استقلالیت ته ژمن دی او د کمیسیونونو له وروستیو تصامیمو هرکلی کوي.

په دې غونډه کې یوشمېر ځوانانو په حکومت کې د فساد، د اصلاحاتو بهیر نه عملي کېدو او ځینو نورو مسایلو په تړاو پرحکومت نیوکې وکړې.

خو ولسمشر غني وایي، چې د اصلاحاتو بهیر اوس مهال چټک روان نه دی او هڅه کوي، څو دغه بهیر چټک کړي.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13707-ghani-

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading