بازتاب نیوز

معترض نوماندان: د کمیسیون تصامیم سیاسي او غیرعادلانه دي

٢١ زمری ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 21 زمری

د انتخاباتو له نهايي لېسته یوشمېر حذف شوي نوماندان د کمیسیون تصمیم سیاسي او غیرعادلانه بولي.

معترض نوماندان د انتخاباتي شکایاتو کمیسیون وروستۍ پریکړه غیر عادالانه بولي او وايي، چې حکومت او د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ددوی په حذف کولو کې سلیقوي او سیاسي چلند کړی دی.

معترض نوماندان وایي، کمېسیون له لیسته د دوی د لرې کولو دلایل نه دي ویلي او د کمیسیون رئيس د دوی د اعتراض تر اورېدو مخکې له هیواده وتلی دی.

په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون نهايي لیست ته د ۱۰۲ تنو لرې کړل شویو کسانو د ور اضافه کولو او د ځینو نوماندانو د حذف په تړاو د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه وضاحت غوښتی.

په ورته وخت کې یو شمېر نوماندانو پر کمیسیون تور پورې کړ چې له دوی نه یې په نهايي لېست کې د شاملیدو لپاره پیسې غوښتې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون له لوري له نهايي لیست څخه د ۳۵ تنو نوماندانو حذف کولو، د دغو نوماندانو غبرګون را پارولی دی.

معترض نوماندان وایي، چې کمېسیون له یوشمېر نوماندانو سره سیاسي، سلیقوي او نا عادلانه چلند کړی او دوی د شکایتونو کمیسیون دغه تصمیم نه مني.

معترض نوماندان وایي، چې کمیسیون دغه تصامیم په حکومت کې د ځینو کسانو په مستقیمه لارښوونه نیولي دي.

په همدې حال کې په ملي شورا کې د بدخشان برحاله غړې فوزیه کوفي، چې نوم یې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له لوري حذف شوی وايي، حکومت د سیاسي شخصیتونو د زغم توان نه لري او غواړي دغه کسان په لوی لاس حاشیې ته کړي.

نوموړې د شکایتونو کمیسیون نهایي لېست د ځان پر وړاندې غیر قانوني یادوي او وایي، که هر چا پرې غیر مسوول کسان او یا نور جرمونه ثابت کړل، خپله د سیاست ډګر پریږدي.

کوفي د شکایاتو پر کمیسیون تور پورې کړ چې له نوموړې نه یې په لېست کې د شاملیدو لپاره پیسې غوښتې دي.

له نهایي لېست څخه یو شمیر نور حذف شوي نوماندان له یاد کمیسیون څخه د دوی د اېستلو سبب په ګوته کول غواړي، او وایي، کمیسیون دې د دوی غوښتنو ته ځواب ووایي.

نوماندان ګواښ کوي چې که کمیسیون همداسې د دوی په حق سترګې پټې کړي او مثبت ځواب  ورنه کړي، په لویو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي او دغه انتخابات به چلنج کړي.

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د هغو ۱۰۲ کسانو په اړه اندېښنه ښيي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون د کاندیدانو وروستي لېست ته ور اضافه کړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وایي،  په دې اړه باید د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون سره په همغږۍ کار او دقت شوی وای.

ولسمشرۍ او سپیدار ماڼۍ د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون له وروستۍ پریکړې هرکلی کړی.

دغه ۳۵ کسان د شکایتونو کمیسیون له نهایي لېست څخه په داسې حال کې اېستل شوي چې په نهايي لېست کې د ځمکو په غصب او د بشري حقونو او قوانینو په نقض ګڼ تورن کسان، شامل دي.

 

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13706-nomandan

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading