بازتاب نیوز

په ګوانتانامو کې یوازینی افغان زنداني اسدهارون

٢١ زمری ١٣٩٧ کابل نیوز

يكشنبه, 21 زمری

په ګوانتانامو زندان کې د یوازیني افغان زنداني برخلیک لا هم روښانه نه دی.

اسد الله هارون له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې په ګوانتانامو زندان کې شپې او ورځې تیروي او کورنۍ یې وایي لا هم دوی نه پوهېږي، چې هارون په کوم جرم نېول شوی او له حزب اسلامي سره له سولې او مصالحې سربېره، نوموړی په زندان کې ساتل کیږي.

د هارون یواځینۍ دیارلس کلنه لور وایي، چې د پلار له سیورې پرته ژوند کول ورته ډیر ستونزمن دي او حکومت باید د دې د پلار د را خوشي کولو په برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي.

اسدالله هارون؛ د حزب اسلامي یواځینی افغان زنداني چې اوس مهال په ګوانتانامو زندان کې شپې او ورځې تېروي، خو دوسیه یې لا هم بې برخلیکه ده.

پر هارون، چې په ګوانتانامو زندان کې یې پېژند شمېره (US9AF-003148 DP (S)  ده، د امریکا له خوا دا تور دی، چې د حزب اسلامي جنګیالیو ته یې چاودېدونکي توکي چمتو کول او د القاعدې شبکې له غړو سره یې اړیکې درلودې.

د اسدالله هارون د کورنۍ غړو، چې د کابل نیوز دفتر ته راغلي وو،  وویل، چې هارون د حزب اسلامي غړیتوب درلود او  له نن څخه ۱۳ کاله وړاندې افغان او بهرنیو ځواکونو د ننګرهار له چپرهار ولسوالۍ څخه یووړ او ۱۳ کاله کیږي، چې په ګوانتانامو زندان کې بندي دی.

د اسدالله ورور محمد رومان وايي چې افغان حکومت د خپلو اتباعو پر وړاندې مسوول دی او حزب اسلامي، چې له افغان حکومت سره مصالحه کړې، باید دده د ورور د خلاصون په برخه کې هلې ځلې وکړي.

رومان وایي، له حکومت څخه نه ډوډۍ غواړي او نه هم دنده، خو غواړي ورور یې نور کور ته راستون کړي.

د اسدالله هارون۱۳کلنه لور مریم چې د اووم ټولکي زده کوونکې ده وایي، د پلار له مېنې او سیورې پرته ژوند تیرول ورته ډیر ستونزمن دي.

هغه، چې د هارون یوازینۍ لور ده، وايي، د پلار له بندي کېدو وروسته یې ډېر کړاوونه لیدلي او مور ته یې له ډېره درده عصبي او رواني ناروغۍ پيدا شوې دي.

د امریکايي ځواکونو د جنوبي قوماندانۍ د مرکز د محرمو اسنادو پر اساس، اسدالله هارون چې د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی او له اقتصاد پوهنځي فارع شوی، د ۲۰۰۷ کال په فبروري کې د چپرهار ولسوالۍ د هډې فارم له سیمې نه د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې له شپږو نورو ملګرو سره یوځای ونیول شو او څلور میاشتې وروسته د جون پر دویمه ګوانتانامو ته انتقال کړای شو.

اصلي اړیکې: http://kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/13705-guantanamu

د اصلي پاڼې خلاصول

کابل نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading