بازتاب نیوز

دپاکستان د پوځیانو روزنه

٢١ زمری ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د روسیې او دپاکستان ترمینځ د لاسلیک شوی موافقې پراساس د پاکستان پوځی افسرانو ته به د روسیې په پوځی اکیډمیو کښې روزنه ورکړل شی.داپه داسې حال کښې دی چې له امریکا سره د پاکستان اړیکې خړې پړې شوی دی.

د روسیې او دپاکستان ترمینځ موافقه چې تیره اونۍ د روسیې د دفاع وزیر مرستیال ډګروال جنرال السکاندر فومین اسلام اباد ته په سفر کښې لاسلیک شوی وه په داسې حال کښې ده چې رسنیو راپور ورکړ امریکا په خپل هیواد کښې د پاکستان عسکرو ته د روزنې د ورکولو لپاره مالی مرسته بنده کړی ده .

دپاکستان دمشرانو جرګې یوه(۱) غړی مشاهد حسین دامریکا دغه اقدام غلط او اپوټه نتیجه ورکونکی بللی دی .

مشاهد حسین چې د مشرانو جرګې سینا د بهرنیو چارو دکمیټۍ مشر هم دی وویل امریکا د ناکامه بهرنی سیاست په وسیله د تیر وخت غلطیانې تکراروی او په تنګ نظره بندیزونو سره له پاکستان سره زور وینه کوی او تر اسلام اباد تر دباو لاندې راولی .

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/دپاکستان-د-پوځیانو-روزنه/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading