بازتاب نیوز

"د افغانستان روانه جګړه دیني اړخ نه لري"

٢١ زمری ١٣٩٧ پژواک خبري اژانس

کابل (پژواک، ٢١ زمری ٩٧):  نهضت العلماء افغانستان په افغانستان کې د سولې د خبرو له لارې د جګړې په پای ته رسېدو د ټینګار تر څنګ د افغانستان د علماوو شورا له فتوا او په مکه مکرمه کې د افغانستان په اړه د دیني عالمانو له اعلامیې ملاتړ وکړ.

د یاد نهضت په هغه پرېکړه لیک کې چې د خپل کلني کنفرانس د اوومې دورې په پای کې یې خپور کړ، راغلي، د جګړې او تاوتریخوالي دوام د هېچا په ګټه نه بولي او په هېواد کې يې د سولې د خبرو له لارې د جګړې په پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د جګړې په اړه د علماوو د سرتاسري شورا له فتوا، د افغانستان د جګړې په اړه د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د ديني عالمانو ګډه اعلامیه او د افغانستان د روانې جګړې په اړه په سعودي کې د دیني عالمانو له اعلامیې څخه ملاتړ شوی دی.

سرچینې لیکلي: ((د عالمانو نهضت په هېواد او سیمه کې د استخباراتي ترهګرو ډلو له لوري د اسلام د مبارک دین له نامه څخه استفاده رد کړې او هغه يې په کلکه غندلې دي.))

یاد نهضت ویلي، هېچاته اجازه نه ورکوي چې له دیني عالمانو استفاده وکړي او د هر کس، مرجع او هېواد له لوري اسلامي مقدساتو او شعارونو ته سپکاوی غندي.

ړ نهضت العلماء بنسټ اېښودونکي فضل غني کاکړ وویل، د افغانستان اوسنۍ جګړه دیني اړخ نه لري او فرصت غوښتونکي کسان یواځې له دیني شعار څخه ګټه اخلي او د بې ګناه خلکو وینې تویوي.

هغه وویل: ((موږ د افغانستان د روانې جګړې په اړه د افغان او نړیوالو دیني عالمانو له پرېکړې ملاتړ کوو او یو ځل بیا هر ډول تاوتریخوالی، جګړه، ځان وژنه، د انسان او مسلمان وژنه ناروا بولو.))

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/522045

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading