بازتاب نیوز

زابل کې دځوانانو نړيواله ورځ په شانداره مراسمو سره ولمانځل سوه

٢١ زمری ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

داګښت دولسمه چي دځوانانو نړيوالي ورځي په نوم نومول شوي ياده ورځ نن دزابل ولايت په اطلاعاتو اوفرهنګ رياست په انګړ کې دياد رياست،ځوانانوامريت،کلات ښاروالي اولايت مقام له لوري په داسي حال کې ولمانځل سوه چي پکښي سرپرست والي رحمت الله يارمل داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس،دپوهني رئيس،دلوړو زده کړو موسيسي رئيس،قومي مشرانو مدني فعالانو اوسلګونوځوانانو ګډون کړى وو ياده ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځله غونډه نن ماذديګر پيل شوه چي په پيل کې دځوانو ورزشکارانو له لوري يوشمير نمايشي حرکات او فاپټونه ترسره سول.

همدرنګه وروسته غونډه پيل شوه چي دځوانانو امر محبوب محبت،سرپرست والي رحمت الله يارمل،اطلاعاتو او فرهنګ رئيس عبدالرزاق بشر،استاد انارګل نوري او مدني فعال محمد ابراهيم عبرت دځوانانو په برخو کې پر يوشمير ستونزو،،مشکلاتو اووحل لارو ويناوي وکړي.

همدارنګه دغونډي په پاى مې دکال غوره نومول شويو ځوانانو ته يوشمير چمتو شوي تحفي ورکړل سوي. (0)The post زابل کې دځوانانو نړيواله ورځ په شانداره مراسمو سره ولمانځل سوه appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/زابل-کې-دځوانانو-نړيواله-ورځ-په-شاندار/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading