بازتاب نیوز

د ټاکنو له وروستي نوملړ څخه د ۳۵ تنو نومونه ایستل شوي

٢١ زمری ١٣٩٧ طلوع نیوز

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۳۵ تنو نومونه د نوماندانو له وروستي نوملړه ایستلي دي.

د هغو سندونو پر بنسټ چې طلوع نیوز ته رسېدلي د لاندينیو کسانو نومونه حذف شوي دي.

 

•    له کندز ولایت کې محب الله، احمدشاه شمس، امان الله هوتکي

•     له بامیانو عبدالرحمن شهیداني

•     په بدخشان کې فوزیه کوفي، محمد نبي بیان، عبدالصمد عبدالحمید، مریم کوفي

•     په بغلان ولایت کې سید جعفر نادري، اسدالله اسلام زوی، حیات الله وفا

•     په بلخ ولایت کې اسدالله شریفي

•     په پروان ولایت کې غلام حیدر جیلاني، نور احمد سکندر

•     په پکتیا کې الله میر، نوید ابراهیم خیل

•    په تخار ولایت کې بشیر قانت، اسدالله ایوب

•    په خوست ولایت کې لیاقت الله بابکرخیل، جبار جبارخیل

•    په سمنګانو کې معصومه خاوري، محمد اصف عظیمي، رییس خیرالله

•    په کابل ولایت کې سخي نوید، قیس حسن، مولوي تره خېل محمدي، سید داوود نادري، صداقت زاهد، ضیاالحق امرخیل، احسان الله عاطف، شیرعلي احمدزی، زرداد فریادي

•     په لوګر کې شایسته باز ناصری

•    اکبر ستانکزی او په ننګرهار کې جاوېد زمان

له هغو کسانو دي چې نومونه یې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو له وروستي نوملړ څخه ایستل شي دي.

له دې وړاندې د ټاکنیز شکایتونو کمېسیون د ځانګړي کمېسیون له وسله‎والو کسانو سره د اړیکو په تور د ۲۵ کسانو نومونه د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو له نوملړه ایستلي وو.

له هغې وروسته، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اعلان وکړ چې دا پرېکړه وروستۍ نه ده او شونې ده چې له دغه نوملړه ډېر نور نومونه هم وایستل شي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/elections-2018/%D8%AF-%D9%BC%D8%A7%DA%A9%D9%86%D9%88-%D9%84%D9%87-%D9%88%D8%B1%D9%88%D8%B3%D8%AA%D9%8A-%D9%86%D9%88%D9%85%D9%84%DA%93-%DA%85%D8%AE%D9%87-%D8%AF-%DB%B3%DB%B5-%D8%AA%D9%86%D9%88-%D9%86%D9%88%D9%85%D9%88%D9%86%D9%87-%D8%A7%DB%8C%D8%B3%D8%AA%D9%84-%D8%B4%D9%88%D9%8A

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading