بازتاب نیوز

ارګ: د ټاکنو کمېسيون خپلواکۍ ته بشپړ درناوی لري

٢١ زمری ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه رسنيو ته استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون خپلواکۍ ته پوره درناوی لري.

ارګ دا خبره وروسته له هغه کړې چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ۳۵ کسانو نومونه د نوماندانو له لېست ليرې کړي او ۴۵ نورو ته يې خبرداری ورکړی.

په دغو ليرې کړل شويو کسانو کې ١٢ کسان د ولسي جرګې برحاله وکيلان دي.

ويل شوي دغه کسان له وسله والو ډلو سره د اړيکو د ادعاوو له کبله له نهايي لېست څخه لیرې کړاى شوي دي.

(0)The post ارګ: د ټاکنو کمېسيون خپلواکۍ ته بشپړ درناوی لري appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ارګ-د-ټاکنو-کمېسيون-خپلواکۍ-ته-بشپړ-درن/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading