بازتاب نیوز

ارګ: غزني ته اضافي ځواکونه استول کېږي

٢١ زمری ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ولسمشر وياند وايي، ولسمشر د غزني له والي، امنيه قوماندان او د ۲۰۳ تندر قول اردو له قوماندان سره د غزني پر وضعيت خبرې کړي.

هارون چخانسوري رسنيو ته ويلي دي، پرېکړه شوې چې د طالبانو د ځپلو لپاره غزني ته اضافي ځواکونه واستول شي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د غزني قومي مشران، مدني فعالان او یو شمېر ځوانان نن په کابل کې د غرني ښار د روان وضعیت په اړه مظاهره وکړي.

بل لور ته دفاع وزارت وايي، تر راتلونکو دوه ورځو پورې به په غزني کې وضعیت بدل شي.

(0)The post ارګ: غزني ته اضافي ځواکونه استول کېږي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ارګ-غزني-ته-اضافي-ځواکونه-استول-کېږي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading