بازتاب نیوز

د افغانستان رونټیا څار اداره: د عامې روغتیا وزارت باید د څېړنو د موندنو د ردولو پر ځای، د عامې روغتیا په مرکزونو کې موجوده ستونزې حل کړي

٧ وږی ١٣٩٧ د افغانستان روڼتیا څار

شنبه، ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۷: د افغانستان روڼتیا څار اداره د عامې روغتیا پر وزارت او د ملي یوالي پر حکومت غږ کوي، چې د عامې روغتیا په برخه کې هغه نیمګړتیاوې له منځه یوسي کومې چې د روڼتیا څار ادارې په «ژوند اهمیت لري: د هیواد تر ټولو با ارزښته سرچینې ته پاملرنه» راپور کې – چې د همدې ادارې لخوا تیره میاشت خپور شو – ورڅخه یادونه شوې ده.

دغه راپور، په روغتیايي مرکزونو کې ځینې موجودې ننګونې رابرسیره کوي لکه ساختماني او د څارنې او ساتنې ستونزه؛  د حفظ الصحې او پاکوالي بد وضعیت؛ د بریښنا نشتوالی؛ د کافي درملو نشتوالی؛ د ښځینه ناروغانو لپاره د کافي ښځینه کارکونکو نشتوالی؛ او روغتیايي مرکزونو ته کمزوری لاسرسی له هغو ستونزو څخه دي چې د ۸ ولایتونو په ۱۸۴ مرکزونو کې موجودې دي چې د روڼتیا څار د ادارې په سروې کې شامل وو. له شک پرته چې ددغو نیمګړتیاوو موجودیت خلکو ته د بنسټیزو روغتیایي خدمتونو لیږد زیانمنوي چې دا کار د ملي یووالي د حکومت لپاره چې د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د خلکو ملاتړ ته جدي اړتیا لري، باید د اندیښنې وړ وي.  د افغانستان د رونټیا د څار اداره  په دې نظره ده  چې څیړنه یې پر دې بنسټ ولاړه ده چې د خلکو (دخدمت ترلاسه کونکو) اړتیاوې تر هغو لارښودونو او پروتوکولونه څخه ډیرې مهمې دي چې دعامې روغتیا لخوا په ټاکلي ” ډول” روغتیايي مرکزونو کې د خدمتونو د نه وړاندې کولو لپاره د پلمې په توګه راوړل شوي.

د عامې روغتیا د وزارت د مشرتابه ځواب غیر مسلکي او مغشوشونکی وو. عامې روغتیا وزارت د خپل ریکارډ  له یادولو پرته، چې ښايي د روڼتیا د څار د ادارې له موندونو سره په ټکر کې وي، لومړی د روڼتیا د څار د ادارې موندنې په دې پلمه رد کړې چې ګواکی څیړنه یې علمي نه ده. ورپسې، په ځینو ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاستونو د عامې روغتیا له مشرتابه سره په ګډه د روڼتیا د څار د ادارې د بې اعتباره کولو په موخه په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل کړ. وروسته بیا، دروڼتیا د څار ادارې د راپور له پخواني رد او د روڼتیا د څار د ادارې پر خلاف په ټولنیزو رسنیو کې د کمپاین پر خلاف، د عامې روغتیا وزیر ولسمشر غني ته د  قانون د حاکمیت  او فساد سره د مبارزې د عالي شورا په یوه ناسته کې ( تاریخ ۳۱ اګست، ۲۰۱۷) وویل چې د روڼتیا د څار د ادارې راپور د روغتیايي خدمتونو د لیږد لپاره خورا ګټور دی.  د  قانون د حاکمیت  او فساد سره د مبارزې د عالي شورا په یوه بله ناسته کې ( سپټمبر ۱۳، ۲۰۱۷) وزیر یو ځل بیا پر راپور نیوکه وکړه خو په راپور کې یادو شوو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره یې کوم روښانه پلان او تعهد وړاندې نه کړ. افغان ولس د عامې روغتیا د وزارت لخوا د روښانه او با مسؤلیته ځواب مستحق دي.

د روڼتیا د څار اداره په خپلو موندنو کلکه ولاړه ده او د عامې روغتیا وزارت او ملي یووالي حکومت له مشرتابه څخه غواړي چې د روغتیا په سکتور کې د مدیریت او حکومتولۍ  له ستونزو او  د فساد له پوتنشیل سره مبارزه وکړي – دا هغه غوښتنه ده چې افغان ولس یې د کلونو راهیسي لري.

د عامې روغتیا د وزارت کتنې ته ځواب

د روڼتیا د څار ادارې څیړنه داسې طرحه شوی وه چې د باکیفیته ( لازمي نه ده چې د ” لوړ” کیفیت درلودونکي وي) بنسټیزو روغتیایي خدمتونو د لیږد په برخه کې د عامې روغتیا د کلینیکونو او روغتونونو  وړتیاوې وارزوي. د عامې روغتیا دمرکزونو ظرفیت د دغو پنځو ساده شاخصونو پر بنسټ ارزول شوی وو : ۱. د هغو ځایونو فزیکي وضعیت او ساتنه او څارنه ( حفظ او مراقبت) چیرې چې روغتیايي خدمتونه وړاندې کیږي؛ ۲. په روغتیايي مرکزونو کې د حفظ الصحې او پاکوالي وضعیت؛ ۳. په مرکز کې د طبي وسایلو او درملو شتون؛ ۴. د ښځینه متخصصینو په ګډون، د روزل شوو مسلکي روغتیايي کارکونکو موجودیت؛ ۵. د روغتیايي پاملرنې مرکزونو ته لاسرسی

په څیړنه کې، د مرکزونو دمحدود تفتیش، په مرکز کې له کارکونکو (خدمت وړاندې کونکو) او  ولسي وګړو یا مراجعینو ( خدمت ترلاسه کونکو) سره د مرکو په مرسته دپورته شاخصونو په تطبیق سره د روغتیايي مرکزونووړتیاوې ارزول شوي. په ټولنیزو علومو کې د ریسرچ لپاره  دا په بشپړه توګه د منلو وړ او باوري فورمول دی. د ترلاسه شوو درسونو (lessons learned) برخه یې پر موندنو ( چې مثبتې نه دي) بحث کوي او سپارښتنې وړاندې کوي.  د راپور په کتنه (review) کې  د عامې روغتیا د وزارت لخوا د شوې ادعاء پر خلاف،  د ریسرچ موندنې له نظریو او قضاوتونو څخه سرچینه نه اخلي.  موندنې له مشاهداتي څیړنې څخه سرچینه اخلي چې د ټولنیزو علومو په نړۍ کې منل شوې لاره ده.

د روڼتیا د څار ادارې د راپور په کتنه کې د عامې روغتیا د وزارت لخوا شوې تبصرې په روښانه توګه څرګندوي چې یا د روڼتیا دڅار د ادارې راپور په دقیقه توګه نه دی کتل شوی او یا د راپور موندنې چې د خدمتونو په عرضې او مدیریت کې نیمګړتیاوې ښيي، په عمدي توګه یو طرف ته کیښودل شوې   او د خلکو د پام د اړولو په موخه، د علمي تیورۍ مسالې رامخې ته شوې دي.

د روڼتیا د څار اداره دا دعوه نه کوي چې په څیړنه کې هیڅ نمیګړتیا نشته – نږدی هیڅ څیړنه دغه دعوه نشي کولی. آن هغې  څیړنې هم نیمګړتیاوې درلودی چې د انشټین دنسبت تیورې یې پر بنسټ ولاړه وه. د تمباکو لابي ګرانو  دکلونو لپاره هڅه وکړه د تمباکو له امله د سرطان ناروغۍ د څیړنې نیمګړتیاوې راپورته کړي خو له هیڅ ډول بري پرته. لابي ګرانه و نه ګټله. د عامې روغتیا د وزارت کتونکې خپله ټوله هڅه کړی  د روغتیا دلیږد په سیسټم  کې د هر ډول ستونزې له موجودیت څخه انکار وکړي او د راپور د ساده خلیګاوو په پلمه نیولو سره ټوله څیړنه او دهغې موندنې باطلې کړي پرته له دې چې د روڼتیا د څار د ادارې د موندنو پر خلاف شواهد وړاندې کړي. د نړۍ ټول هیوادونه، د هغو هیوادونو په شمول چې د روغتیایي خدمتونو  د لیږد اجنډاوې  یې په لوړه کچه په وګړو راڅرخي – لکه بریتانیا، کاناډا، شمالي هیوادونه – د روغتیايي خدمتونو د لیږد په برخه کې ستونزې مني او په دوامداره توګه هڅه کوي د علمي څیړنو (چې همیشه له نیمګړتیا خالي نه وي) په ترسره کولو سره ځانونه خلکو ته د حساب ورکونې له غوښتنو سره برابر کړي. د روڼتیا د څار اداره غواړي د عامې روغتیا له وزارت څخه وپوښتي چې د وزارت لخوا د کومې داسې ترسره شوې څیړنې یادونه وکړي چې له نړیوالو معیارونو سره سم په بشپړ دقت سره ترسره شوي وي؟

د عامې روغتیا د وزارت لخوا د روڼتیا د څار د ادارې  کتنې ته د لا تفصیلي ځواب لپاره، لطفا دا ځای کې کلیک وکړئ.

درسنیو د اړیکو لپاره

وحیدالله عزیزي

۰۷۰۵۶۶۶۹۶۲      [email protected]

اصلي اړیکې: https://iwaweb.org/pa/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%bc%db%8c%d8%a7-%da%85%d8%a7%d8%b1-%d8%a7%d8%af%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%b9%d8%a7%d9%85%db%90-%d8%b1%d9%88%d8%ba/

د اصلي پاڼې خلاصول

د افغانستان روڼتیا څار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading