بازتاب نیوز

حکومت او مدني ټولنې، د کلیوالي لارو جوړولو ۴۰۰ میلیون ډالري پروګراملومړنی ګډ تفتیش، په بریالیتوب سره تر سره کړ

٧ وږی ١٣٩٧ د افغانستان روڼتیا څار

جواد دادبان، د افغانستان روڼتیا څار د حق غوښتونکې برخې کارمند

یوه ګډ پلاوي، چې د هغه په ترکیب کې، دافغانستان روڼتیا څار اوحکومتي ادارو استازي شامل وو، د جمهور رئیس د فرمان په وسیله، دټولګټو وزارت د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام ارزونه، په بریالیتوب سره پای ته ورسوله. نوموړی نوښت، په افغانستان کې د حکومت او مدني ټولنې تر منځ ، لومړی ډول همکاري ده، چې په هغه کې، مدني ټولنه کولای شي، حکومتي پروګرامونه تفتیش کړي. پلاوي خپل رپوټ جمهور رئیس ته وړاندې کړ او په نږدې راتلونکې کې هیله کېږي، د خلکو سره شریک شي.

درپوټ موندنې دا ښيي چې، د کلیوالي لارې جوړولو په ملي پروګرام او د ملګرو ملتو د پروژوي خدمتونو په دفتر UNOPS کې، یو لړ بې نظمې او تېروتنې وې، په کومو کلونو کې، چې تفتیش ددوی تر پوښښ لاندې و. شته ستونزو، د پروګرام په اغېزمنتوب، روڼوالي او کړنې باندې، منفي اغېزه لرلې ده. تفتیش ټول شموله و او د کلیوالي لارو جوړلوو د ملي پروګارم ټلوې برخې یې تفتیش کړې. په هغو کې، بشري منابع، تدارکات، مالي او تخنیکي برخې شاملې وې.

 دغېارزونې، د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام، له۱۳۹۱ کال نه تر ۱۳۹۵ کال پورې وڅېړه او دپلاوي اصلي تمرکز، په یاد شویو کلونو کې، په روڼتیا، مؤثریت او کارکردګۍ باندې را څرخېده او د لارو جوړولو پروګرام هر څه یې، د قوانینو،طرزالعملونو او اړتیاوو پر بنسټ څېړل. محتوایي ارزونه، نړیوال معیارونه او د سازماني جوړښت او داخلي سیستمونوګټورتوب، په ځانګړې توګه دداخلي سیستمونو تشکیل او کنترول یې څېړه. د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګارم، په ودانیزسکتور کې، یو مخ کښ پروګرام دی. په خاصه توګه په کلیاولي سیمو کې د لارو جوړلوو، دولایتونو له مرکزونو سره د ولسوالیو د لارو جوړولواو د ولسوالیو تر منځ د لارو جوړولو په برخه کې. دغه ملي پروګرام د افغانستان د لنډ مهالي حکومت او د نړیوال بانک تر منځ، په ۲۰۰۲ کالکې ، د یوه تفاهم پر بنسټ، د هېواد یوملي لومړیتوب و، چې طبقه بندي شو.

له هغه وختنه تر اوسه پورې، ددغه پروګرام له لارې ۱۴۰۰پروژې عملي شوې دي او د هغو په ترڅ کې، په ټول هېواد کې په میلیونونو ډالر لګېدليدي. دغه ملي پروګرام، د نړیوال بانک، اروپایي اتحادیې، د بریتانیا د نړیوال انکشاف ادارې، دامریکا د متحده ایالاتود نړیوالې انکشافي ادارې، د جاپان د نړیوالې مرستې ادارې او د ایتالیا اوهسپانیا حکومتونو له خوا تمویل شوی دی. ددغه ډول پروګرامونو ګډه ارزونه، نه یواځې، دحکومت د تفتیش پروسه پیاوړې کوي، بلکې دحکومت او مدني ټولنې ترمنځ، د اطلاعاتود راکړېورکړې، تخصص او د لید طرز په برخه کې، یوه ډېره وړ او مناسبه موکه ده. د یادونې وړ ده، چېدغه ډول نوښتونه، په حکومتي نهادونو د خلکو دباور کچه لوړوي، حکومتي ادارې د خپلو عملونوپه وړاندې، حساب ورکولو ته چمتو کوي. مخکې دغه ډول نوښتونه، په نورو هېوادونوکې د پرانستې حکومتولۍ مشارکت سازمان کې، لکه فلیپین پیاوړي شوي دي. له دې امله، ددې هیله مندي شته، چې په راتلونکي کې، دغه ډول پلټنې زیاتې شي او د پرانستې حکومتولۍ مشارکت د غړوهېوادونو له تجربو نه ګټه پور ته شي.

اصلي اړیکې: https://iwaweb.org/pa/%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d9%85%d8%af%d9%86%d9%8a-%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%db%90%d8%8c-%d8%af-%da%a9%d9%84%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d9%84%d8%a7%d8%b1%d9%88-%d8%ac%d9%88%da%93/

د اصلي پاڼې خلاصول

د افغانستان روڼتیا څار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading