بازتاب نیوز

د افغانستان روڼتیا څار له خوا د اطلاعاتو غوښتنې کمپاین

٧ وږی ١٣٩٧ د افغانستان روڼتیا څار

له کلونو عدالت غوښتنې وروسته، د اطلاعاتود تر لاسه کولو لپاره، قانوني بنسټ او اداري جوړښت را منڅ ته. د مدني ټولنو مرکزونو دا پریکړه وکړه، چې د اطلاعاتو د تر لاسه کولوپه برخه کې، په عملي توګه یو ګام پر مخ ولاړشی. نو له دې امله، د افغانستان روڼتیا څار، په مرکز او ولایتونو کې د اطلاعاتو غوښتنې کمپاین، چې په هغه کې د اطلاعاتو غوښتنې غوښتنلیک ثبت او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې، د عامه پوهاوي پروګرامونه شاملدي.

 په ملي سویه د افغانستان روڼتیا څار کارکوونکو، د مدني ټولنو د اړتیاوو پر بنسټ، له دولتی ادارود اطلاعاتو غوښتنې کمپاین پړاو پیل کړی دی. د اطلاعاتو غوښتنې فورم، له ۲۰ نه زیاتو اداروته استول شوی دی. لاندې جدول، هغه ادارې درښیی، له چا نه چې د اطلاعاتو غوښتنه شوېده او د هغو اړوندو ادارو ځواب. د افغانستان روڼتیا څار، د امانتولي د ولایتي شبکو د غړو لپاره، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې، د زده کړې یو لړ پروګرامونه، په ۷ولایتونو کې پیل کړي دي، چې په هغو کې، کاپیسا، هرات، بامیان، ننګرهار، پکتیا، بلخ او کندز شامل دي.

د دغو پروګرامونو هدف، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او اطلاعاتو ته دلاسرسي قانون پېژندنه ده. همدارنګه، یو بل مهم هدف، اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ دودول اوله سیمه ییزو چارواکو، د اطلاعاتو غوښتنې په بهیر کې، د ولسونو عملي ونډه ده. له دې امله، د امانتولي شبکې هر غړي، د اطلاعاتو غوښتنې یوه فورمه ډکه کړه او سیمه ییزو چارواکو ته یې، د پام وړ اطلاعاتو د لاسرسي لپاره وسپارله.اطلاعاتو ته لاسرسی، د روڼتیا د پیاوړتیا، د فساد د قضیو په رسوا کولو، د حکومتي نهادونو په حساب ورکولو او د خلکو لپاره دبنسټیزو خدمتونو د سم درک په موندلو کې، مهم رول لوبوي. اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، د خبریالانو لپاره د رپوټ ورکولو او د څېړونکو لپاره د معلوماتي سرچینو د برابرولو په برخهاو همدارنګه، له خلکو سره، د لویو پریکړو دبهیرونو په پیاوړتیا کې مرسته کوي. ولس ته، د حکومت د اساسي پلانونو په برخه کې، روښانه درک ورښیي. د افغانستان حکومت، د قانون پربنسټ مسؤولیت لري، د هغو اطلاعاتو په برخه کې، چې په لاس کې یې دي، خلکو ته د هغود لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او هغه اطلاعات، چې د قانون پر بنسټ ممنوعنه دي، محدودیت وضع نه کړي.

اصلي اړیکې: https://iwaweb.org/pa/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b1%d9%88%da%bc%d8%aa%db%8c%d8%a7-%da%85%d8%a7%d8%b1-%d9%84%d9%87-%d8%ae%d9%88%d8%a7-%d8%af-%d8%a7%d8%b7%d9%84%d8%a7%d8%b9%d8%a7%d8%aa/

د اصلي پاڼې خلاصول

د افغانستان روڼتیا څار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading