بازتاب نیوز

ټرمپ له ایراني وزیر سره د کیري لیدنې قهرولی

٢٣ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د جان کیري پر پټو لیدنو توند غبرګون ښودلی .

کیري، چې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر و، ویلي د وزارت له دندې وروسته یې څو ځلې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره لیدلي.

هغه د دې خبرې ترڅنګ پر ټرمپ نیوکه کړې، چې ولې یې د ایران پر وړاندې په یوازې ځان او د متحدینو له همغږۍ پرته اقدامات پيل کړي .

ټرمپ له جواد ظریف سره د کیري لیدنې ناقانونه ګڼلي او ویلي، چې داسې لیدنې د امریکا د ملي ګټو خلاف دي .

(0)The post ټرمپ له ایراني وزیر سره د کیري لیدنې قهرولی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ټرمپ-له-ایراني-وزیر-سره-د-کیري-لیدنې-قهر/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading