بازتاب نیوز

د سولې ولسي کاروان مزار شریف ته ورسید

٢٣ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د سولې ولسي کاروان شمالي ښار مزار شریف ته رسیدلی، چې له تاوده ولسي هرکلي سره مخ شوی.

د کاروان غړو هلته له رسیدو سره ویلي، چې په لاره کې یې د ملګرو شمېر زیات شوی او نورو خلکو هم ورسره ملتیا کړې ده .

دوی ټینګار کړی، چې د سولې لپاره هڅې به د هېواد مختلفو سیمو ته غځوي او په دې برخه کې هیڅ ډول خنډ او ستړیا نه مني .

یاد شوی کاروان له هلمنده پيل شوی، چې کابل ته په ۳۴ ورځيني سفر رسیدلی او بیا نورو سیمو ته سفرونه کوي .

(0)The post د سولې ولسي کاروان مزار شریف ته ورسید appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-سولې-ولسي-کاروان-مزار-شریف-ته-ورسید/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading