بازتاب نیوز

ناسا لیزري سپوږمکۍ فضا ته استوي

٢٤ وږی ١٣٩٧ طلوع نیوز

ناسا اعلان کړی چې فضا ته به یوه لیزري سوږمکۍ لیږي او دا به د کنګلونو په اړه پر څېړنې بوخته وي.

څېړونکي وايي چې اوس مهال طبیعي کنګلونو اوبه کېدل د چاپېریال ساتنې لویه ستونزه ده.

د ناسا یوه څېړونکې، کيلي برونټ څرګندوي:«دا سپوږمکۍ له لیزري وړانګو کار اخلي او له هغې ځمکې ته رالېږدول کېږي او له ځمکې بیا سپوږمکۍ ته استول کېږي.د وړانګو له پراختیا موږ کولی شو چې د کنګلونو او ځمکې لوړوالی په کره توګه اندازه کړو. مهمه دا ده چې دا سپوږمکۍ نوي ورځو کې یو وار راګرځي او څېړنه کوي.»

ناسا وايي چې د کنګلونو کره اندازه نیونه کولی شي چې د تودوخې او نورو عواملو اغېزه پرې روښانه کړي.

 برونټ زیاتوي:«کله چې موږ کنګلیز سیندونه له لاسه ورکړو، د قطب او سیندونو اړیکې بدلیږي او تودوخه له آسانۍ سره له موانعو تیريږي. په پایله کې دا کار د نړۍ هوا حالاتو باندې اغېزه ک وي او د خلکو پر ژوند اغېزه کوي. د ځمکې کنګلونه توپير لري.»

ټاکل شوې ده چې سپوږمکۍ د امریکا متحده ایالاتونو له کلفورنیا څخه فضا ته ولېږدول شي، د ناسا په خبره د سپوږمکۍ را لېږدوونکي مالومات به په آنلاین ډول له خلکو سره هم شريک کېږي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/science-technology/%D9%86%D8%A7%D8%B3%D8%A7-%D9%84%DB%8C%D8%B2%D8%B1%D9%8A-%D8%B3%D9%BE%D9%88%DA%96%D9%85%DA%A9%DB%8D-%D9%81%D8%B6%D8%A7-%D8%AA%D9%87-%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D9%88%D9%8A

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading