بازتاب نیوز

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې‌اړخیزه غونډه جوړېږي

٢٤ وږی ١٣٩٧ سلام وطندار

د بهرنیوچارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت‌الله احمدي وايي، صلاح‌الدین رباني له خپل پاکستاني سیال مخدوم‌شاه محمود قریشي سره د لیدنې پرمهال د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې‌اړخیزې غونډې جوړېدو په اړه هوکړه کړې، خو تراوسه یې کره نېټه روښانه نه‌ده.

د احمدي په وینا، د پاکستان نوی حکومت دوه‌اړخیزو همکاریو او په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته لېواله ده.

پاکستان کې د عمران‌خان په مشرۍ د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته، د پاکستان بهرنیوچارو وزیر مخدوم‌ شاه‌محمود د هغه هېواد لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.

اصلي اړیکې: http://salamwatandar.com/Pashto/article.aspx?a=42244

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading