بازتاب نیوز

کډوالو چارو وزارت د فساد مخنیوي کمیسیون جوړ کړی

٢٤ وږی ١٣٩٧ آریانا نیوز

په کډوالو چارو وزارت کې د فساد مخنیوي لپاره یو کمیسیون جوړ شوی، چې غړي یې درې نړیوال او پېنځه ملي بنسټونه دي.

د کډوالو چاروزیر وایي، دا کمیسیون د ځمکو د تشخیص او تخصص لپاره د ولسمشر د ۳۰۵ ګڼې فرمان له مخې جوړ شوی؛ موخه یې د کډوالو لپاره د ځمکو په وېش کې روڼتیا ده.

د  کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ویلي؛ اړوند کمیسیون د راستنیدونکیو او بې ځایه شویو کورنیو، شهیدانو او امنیتي ځواکونو لپاره د ځمکې د وېش پر رڼښت ټینګار کوي. له دې مخکې شهیدان د ځمکې په وېش کې شامل نه ول.

دغه راز د  کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وایي، اوس په ایران او پاکستان کې د پخوا په پرتله د کډوالو حالت ښه شوی دی.

نوموړی زیاتوي؛ کډوال اوس د ایران په ښوونځیو کې له پیسو ورکولو پرته زدکړې کولی شي او په دې توګه یې کورنۍ هم له خوندیتوبه برخمنې شوې دي.   

مخکې ویل شوي وه، چې د دالرو د بیو د لوړیدو له کبله ډیري افغان محصلان د زدکړو له دوامه بې برخې شوي او له ایرانه د راوتونکیو کډوالو په شمېر کې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

خبریاله : سودابه سحر حفیظي

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/%DA%A9%DA%89%D9%88%D8%A7%D9%84/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading