بازتاب نیوز

'د افغانستان او پاکستان تر منځ د دیني عالمانو پر ګډې غونډې هوکړه'

٢٤ وږی ١٣٩٧ بی بی سی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې عمل پلان د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلی قریشي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په بلنه کابل ته سفر کړی له خپل سیال سره یې د دواړو هېوادونو دیني عالمانو ګډې غونډې په جوړولو موافقه کړې ده.

افغان حکومت د دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي له سفره تمه لري چې د پاکستان نوی حکومت به له افغان لوري سره د سولې راوستو په برخې کې مرسته وکړي.

قریشي او ولسمشر غني د 'عمل پلان' پر پلې کېدو ټینګار وکړ

قریشي: د افغانستان قضیه کې مو امریکا ته د مرستې ډاډ ورکړی

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو حالاتو او بې باورۍ په حالت کې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سفر د ډېرو پام ځان ته ور اړولی دی، ځکه د افغان سیاستوالو او یو شمېر حکومتي چارواکو په آند پاکستان د افغان حکومت د مخالفینو تر شا ولاړ دی او که شاه محمود قریشي د خپل سفر په ترڅ کې داسې کوم پیغام له ځان سره ولري چې افغان لوری پرې قانع کړي ښايي د دواړو لوریو اوسنۍ خړې پړې اړیکې یو څه ورغوي.

ښاغلي قریشي د خپل سفر په سر کې له افغان ولسمشر سره ولیدل.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په وینا دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سولې په راوستو کې له افغان حکومت سره مرسته، د کډوالو بېرته ستنېدو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. د ښاغلي مرتضوي په وینا اوس دوی له پاکستانه د عمل تمه لري نه د ژمنو:

''موږ ته ژمنې مهمې نه دي بلکې عمل مهم دی، د افغانستان حکومت او خلکو د پاکستان له بېلابېلو حکومتونو او چارواکو ډېرې ژمنې اورېدلې دي خو موږ یوازې عمل غواړو. د عمل پلان ټکي باید پلي شي. ''

د عمل په پلان کې د سولې په برخې کې د پاکستان مرسته، دغه راز د امنیتي، پوځي، اقتصادي پراختیا او د کډوالو په تدریجي او با عزته بېرته ستنېدلو دواړو لوریو همکاري اړینه بلل شوې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر وروسته له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره لیدنه او خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وايي، دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو د ګډې غونډې پر جوړېدو او د چین افغانستان او پاکستان پر درې اړخیزې غونډې موافقه وکړه:

''یوه موضوع چې ډېر بحث او موافقه هم پرې وشوه، د عالمانو غونډه ده، چې د سولې خبرو لپاره مهمې دي. دغه راز د خبرو میز ته د طالبانو پر راوستو هم بحث شوی دی. موږ تمه لرو چې د پاکستان نوی حکومت هغه څه چې ژمنه یې کړې د افغان لوري په شان عمل پرې وکړي. ''

اسلام اباد ته د پمپیو سفر؛ "امریکا پر خپلو غوښتنو ولاړه ده"

قریشي: د افغانستان قضیه کې مو امریکا ته د مرستې ډاډ ورکړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره ژمنه وکړه چې پاکستان به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخې کې د افغان حکومت په خوا کې ودریږي.

شاه محمود قریشي وروسته تر هغې کابل ته سفر کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوی د روانې عیسوي میاشتې په سر کې اسلام اباد ته تللی و او د پاکستان له نوي لومړي وزیر او نورو چارواکو سره یې د افغانستان د سولې او روانې جګړې په اړه خبرې وکړې.

امریکا او افغان حکومت له تېرو څو کلونو راهيسې په پرلپسې توګه له پاکستان څخه غوښتنه کړې، چې طالبان د سولې خبرو کې د ګډون لپاره مجبور کړي.

که څه هم پاکستان له افغان او امریکايي چارواکو سره د سولې خبرو کې د مرستو ژمنه کړې، خو دا یې هم ويلي، پر طالبانو دومره اغېز نه لري، چې په زور يې د سولې خبرو ته حاضر کړي.

افغان حکومت وايي دا ځل یې لویې دروازې پرانیستې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور په جوړولو کې به مرسته وکړي.

بل پلو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پاکستان نوی حکومت تر مخکني هغه د پلانونو لرونکی ښکاري.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-45535333

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading