بازتاب نیوز

دالایي لاما د کډوالو توند غبرګونونه پارولي

٢٤ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د تبت د بودایانو رهبر دالایی لاما یوې وینا د هغه پرضد توند غبرګونونه پارولي.

هغه په یوه وینا کې ویلي، چې اروپا د اروپایانو اړوند ده او کډوال باید خپلو هېوادونو ته ور وګرځي.

دالایي لاما خپله په هند کې د کډوال په توګه ژوند کوي .

یو شمېر کډوالو چې په اروپایي هېوادونو کې دي، د هغه پرضد توند غبرګونونه ښودلي .

دوی نوموړی ریاکار ګڼلی او ویلي، که پخپله خبره ولاړ وي، باید خپل هېواد ته ور وګرځي .

(0)The post دالایي لاما د کډوالو توند غبرګونونه پارولي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/دالایي-لاما-د-کډوالو-توند-غبرګونونه-پا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading