بازتاب نیوز

عرق کې د داعش له ډلې لس ميليونه ډالر پاتې شوي

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

عراقي چارواکي وایي، د موصل پوهنتون تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې لس میلیون ډالره موندل شوي دي. مخکې له د چې په ۲۰۱۷ کال کې دغه سیمه د امریکایي ځواکونو تر بمبارۍ لاندې راشي د موصل ښار پوهنتون د داعش ډلې مرکز او د دوی په خبره په بیت المال هم مشهور و.

 موصل پوهنتون اداره هڅه کوي چې ددغه پوهنتون وېجاړې شوې برخې بېرته ورغوي. چارواکي وایي، د کارګرانو لخوا د وېجاړو شویو ودانیو د بیا رغونې پر مهال تر خاورو لاندې لس میلیون ډالره موندل شوي، چې به خبره یې تر اوسه محفوظ دي. داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال د نینوا ولایت تر خپل کنټرول لاندې راوست او د موصل پوهنتون یې خپل مرکز ټاکلی و چې مالي برخه یې هم په همدې ودانیو کې وه.

(0)The post عرق کې د داعش له ډلې لس ميليونه ډالر پاتې شوي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/عرق-کې-د-داعش-له-ډلې-لس-ميليونه-ډالر-پات/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading