بازتاب نیوز

د سولې شورا: امريکا د طالبانو سره ټولې ستونزې حلولی شي

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

ددغه شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي د طالبانو له لوري له امریکا سره د خبرو او مذاکراتو ردول دومره جدي مسئله نه ده.

دده په خبره طالبان او امریکایان به بیا د سولې په اړه مذاکرات پيل کړي او دا هر څه یوازې د ډېر امتیاز د اخیستلو په موخه ترسره کېږي.

وسله والو طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی له امریکا سره د سولې مخامخ خبرې نه کوي. د

 طالبانو ویاند د رویټرز او نورو غربي رسنیو هغه راپورونه رد کړي، چې ویلي یې وو، په نږدې وختونو کې به د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې په تړاو لیدنه کېږي.

حاجي دین محمد بیا وايي، چې که امریکا په رښتیا د سولې اراده ولري، نو له طالبانو سره به هره ستونزه په ارامۍ حل کړي او دوی ته یې حللارې معلومې دي.

(0)The post د سولې شورا: امريکا د طالبانو سره ټولې ستونزې حلولی شي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-سولې-شورا-امريکا-د-طالبانو-سره-ټولې-س/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading