بازتاب نیوز

د لومړۍ مېرمنې دفتر د د فساد په اړه سیګار وروستی راپور تایید کړی دی

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

ددغه دفتر د مطبوعاتو او عامه اړیکو مسوولې، زهره یوسف ویلي د پروموټ پروژې د ناکامۍ په اړه د سیګار وروستی راپور دقیق دی.

د نوموړې په خبره په دغه پروژه کې ستونزې موجودې دي او لکه څومره چې تمه کېده هومره ګټوره نه وه. یوسف زیاتوي چې ددغه پروژې ټول صلاحیت له پروموټ سره و او د لومړۍ مېرمنې له دفتر یې یوازې مشورې اخیستې او دغه مشورو ته یې هم هومره ارزښت نه ورکول کېده.

نوموړې وايي ددغه پروژې د ناکامۍ علت هم دا دی، چې د پروژې پلي کوونکو د هېچا سلا مشورو ته غوږ نه نیوه او په خپل زړه یې تر څېړنې پرته پروژه پلې کوله.

سیګار په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړ او په هغه کې یې ویلي چې د افغان مېرمنو د توانمندۍ لپاره د ۲۸۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ځانګړې شوې پروژه له ناکامۍ سره مخ ده او میلیونونه ډالر بې ځایه لګېدلي دي.

(0)The post د لومړۍ مېرمنې دفتر د د فساد په اړه سیګار وروستی راپور تایید کړی دی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-لومړۍ-مېرمنې-دفتر-د-د-فساد-په-اړه-سیګا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading