بازتاب نیوز

د ملي يووالي د حکومت مشرانو ته پاکستان ته د تګ بلنه ورکول شوې

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له کابل تر بېرته ستنېدو وروسته پرون ناوخته خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې یې له افغان چارواکو سره پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي.

 دده په خبره افغان حکومت د عمران خان پر حکومت باور لري او ددې هیله شته چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شي. هغه ویلي افغان ولسمشر او اجرایه رییس ته یې د عمران خان په استازیتوب د اسلام اباد بلنه ورکړې ده او دوی هم ورسره منلې ده.

محمود قریشي وایي د پاکستان حکومت د هند په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د ستونزو د حل په لټه کې دی او غواړي د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ودې له لارې په سیمه کې روانو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي

(0)The post د ملي يووالي د حکومت مشرانو ته پاکستان ته د تګ بلنه ورکول شوې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-ملي-يووالي-د-حکومت-مشرانو-ته-پاکستان/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading