بازتاب نیوز

پاکستان د افغان سرتېرو د روزلو وړانديز کړی

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ په راغلي پلاوي کې یوه کس پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې پاکستاني لوري له افغان حکومت سره ژمنه کړې، څو د سولې په راوستو او امنیت په تامین کې له یو بل سره نږدې او رښتینې همکارۍ وکړي.

دغه سرچینې همدا راز ویلي چې محمود قریشي یو ځل بیا افغان حکومت ته په پاکستان کې د افغان سرتېرو د روزلو وړاندیز وکړ. سرچینې زیاته کړې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدا راز غوښتل افغان حکومت ته دا پیغام ورکړي چې نوی لومړی وزیر عمران خان له افغانستان سره د اړیکو جوړولو ته ژمن او رښتینی دی.

 پاکستاني لوري ویلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سمې اړیکې کولی شي د سیمې د ښې راتلونکې لپاره ګټورې وي.

(0)The post پاکستان د افغان سرتېرو د روزلو وړانديز کړی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/پاکستان-د-افغان-سرتېرو-د-روزلو-وړانديز/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading