بازتاب نیوز

کډوالو ته د ځمکو د وېش نوی فرمان صادر شوی دی

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر بېځایه شوو، بېرته راستنېدونکو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کورنیو لپاره د مناسبو ځکمو د وېش او ځانګړي کېدو په اړه د تازه فرمان د صادرېدو خبر ورکړی دی.

 نوموړي دغه راز ویلي، په بهر هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت د تېر په پرتله ښه شوی دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي یوې خبري ناستې ته ویلي، په دې وروستیو کې د بېرته راستنېدونکو، داخلي بېځایه شوو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو کورنیو ته د استوګنې د کورونو او د تازه ځای پر ځای کېدو لپاره د مناسبو ځکمو د وېش او ځانګړي کېدو په اړه د ولسمشر د ۳۰۵ شمېرې فرمان په ۳۳ مادو کې په روانه میاشت کې نافذ شوی دی.

 نوموړي وویل، په تازه فرمان کې د بېځایه شوو کسانو او شهیدانو کورنیو ته هم یوه نومره ځمکه وېشل کېږي چې په پخواني فرمان کې دا ډول څه ځای نه درلود.

بلخي له جزيیاتو پرته وویل، سږ کال په ټول هېواد کې د ۳۰۰۰ بېرته راستنېدونکو لپاره د استوګنې لپاره ځمکې ووېشل شوي.

(0)The post کډوالو ته د ځمکو د وېش نوی فرمان صادر شوی دی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/کډوالو-ته-د-ځمکو-د-وېش-نوی-فرمان-صادر-شو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading