بازتاب نیوز

امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

په ملګرو ملتونو کې د امریکا ديپلوماتانو ویلي، د امنیت شورا بېړنۍ غونډه یې ځکه راغوښتې چې د یو شمېر غړو هېوادونو ځینو وروستیو هڅو پر شمالي کوریا د بندیزونو عملي کېدل له پامه غورځولي او په دې برخه کې یې خنډونه رامنځته کړي دي.

 ددوی په اعلامیه کې ویل شوي چې پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د بندیزونو پر عملي کېدو بحث به د امنیت شورا د دې غونډې اجنډا وي.

تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلي روسیه تورنه کړې وه چې د ملګرو ملتونو خپلواک راپور یې ددې لپاره بدل کړی، څو له بندیزونو د مسکو سرغړاوی پټ کړي.

 امریکا د ایران په اړه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې غوښتنه کړې ده

(0)The post امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/امریکا-د-ملګرو-ملتونو-د-امنیت-شورا-د-بېړ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading