بازتاب نیوز

ټاکنې، تړل کېدونکي دفترونه او برخلیک / مسير ورځپاڼه

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د لوی ملي ائتلاف او ځینو سیاسي ګوندونو غړو پرون په څو ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه وتړل. دوی وايي چې غوښتنې یې نه دي منل شوې، راتلونکې ټاکنې به رڼې نه وي او حکومت په ټاکنو کې د پراخو درغلیو هڅه کوي، نو ځکه دوی اعتراض کوي او اجازه نه ورکوي چې له درغلیو ډکنې ټاکې وشي.

راتلونکو ټاکنو ته څه باندې یوه میاشت پاتې ده، که د سیاسي ګوندونو او حکومت لانجه حل نه شي او دفترونه همداسې تړل کېږي، نو ټاکنې پر خپل وخت شونې دي؟

د راتلونکو ټاکنو د څرنګوالي په تړاو د حکومت او سیاسي ګوندونو لانجه اوږده شوه. دواړه لوري پر خپل دریځ ولاړ دي او په شاتګ نه کوي. حکومت او د ټاکنو کمېسیون د سیاسي ګوندونو او لوی ملي ائتلاف غوښتنې ناسمې ګڼي او دغه راز وايي چې د ځینو غوښتنو د منلو لپاره ناوخته شوی دی. لوی ملي ائتلاف بیا وايي چې حکومت په لوی لاس نه غواړي رڼې ټاکنې وکړي. له همدې امله یې ټاکنې په قصدي او شعوري ډول د درغلیو خوا ته روانې کړې دي. دوی وايي چې غوښتنې یې پر ځای او له قانون سره سمې دي او له وړاندې یې دغه غوښتنې له کمېسیون او حکومت سره شریکې کړې وې. دوی ټینګار کوي چې اوس هم داسې ګامونه اخیستل کېدای شي چې په راتلونکو ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیول شي، خو حکومت د رڼو ټاکنو اراده نه لري.

د حکومت او سیاسي ګوندونو لانجه اوږده شوه، خو ټاکنو ته لږ ورځې پاتې دي. اوس که د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړل کېږي، نو دا په طبیعي ډول د راتلونکو ټاکنو د ځنډ سبب ګرځي. کمېسیون له یوه اړخه له کمزوري مدیریت سره مخ دی او له بله اړخه یې پخوا هم دفترونه تړل شوي وو. اوس چې یو ځل بیا یې دفترونه تړل کېږي، نو دا به هغه ادعا یقیني کړي چې راتلونکې ټاکنې پر وخت نه کېږي. اوس دا ځنډ هم معلوم نه دی چې څومره به وي. که دا ځنډ یو څو ورځې وي، بیا هم ښايي ستونزه نه وي، خو که دا ځنډ اوږد وي، بیا یخني را روانه ده او د افغانستان په ډېرو برخو کې ټاکنې ناشونې کېږي. له دې سره به د ولسي جرګې ټاکنې راتلونکي پسرلي ته پاتې کېږي او په هغه وخت کې د ولسمشرۍ ټاکنې هم دي. دغه کمېسیون چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې نه شي کولی، نو بیا چې د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ټاکنې هم ورسره یو ځای شي، دوی ته به یې مدیریت خورا سخت وي.

پکار ده چې دواړه اړخونه پر خپلو دریځونو له سره غور وکړي. د ټاکنو کمېسیون او حکومت باید یوازې په خبرو کې نه، بلکې په عملي ډول ثابته کړي چې رڼو ټاکنو ته ژمن دي. دوی باید داسې پروسیجرونه وړاندې کړي چې د درغلیو مخه پرې نیول کېږي. دوی باید په عملي لارو چارو خلک ډاډمن کړي چې په میلیونو جعلي تذکرو به ټاکنې نه کېږي، بلکې تر ډېره به رڼې وي. سیاسي ګوندونو او لوی ملي ائتلاف هم باید د ټاکنو د روڼتیا لپاره کار وکړي او هڅه دې نه کوي چې د هر څه مخه ونیسي. (0)The post ټاکنې، تړل کېدونکي دفترونه او برخلیک / مسير ورځپاڼه appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ټاکنې،-تړل-کېدونکي-دفترونه-او-برخلیک-م/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading