بازتاب نیوز

هلمند والي: د ولسونو زورونه د منلو وړ نه ده 

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د نادعلي او ګرشک ولسوالیو او سیداباد سیمي اوسېدونکو د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان سره په لیدنه کي د خپلو سیمو بېلابیلي ستونزي شریکي کړې او د حل په برخه کي يې د همکارئ غوښتنه وکړه.

د سیداباد یو شمېر اوسېدونکو هلته د ځینو سرحدي پولیسو د ناسم چلند څخه شکایت کاوه، چي په دې برخه کي هلمند والي یو ځانګړی هیئت وټاکه او ورته يې جدي سپارښتنه وکړه، چې دغه راپورته شوې ستونزه هر اړخیزه وڅېړي او راپور يې له ولايت مقام سره شريک کړي، ترڅو د قانون سره سم سزا ورکول شي.

هلمند والي وويل: هغه څوک چې بې موجبه ولسونه زوروري زموږ له ډلې نه دي او هيڅ چاته به ددې اجازه ور نه کړي، چې پر خلکو ظلم او زياتی وکړي، ځکه امنيتي او دفاعي ځواکونه د خپل سر په بدل کې خلکو ته د آرامه ژوند زمينه برابروي، نو څو افراد بايد ددوی دغه سترې قربانئ په خپلو ناوړه کړنو سره تر سيوري لاندې را نه ولي.

(0)The post هلمند والي: د ولسونو زورونه د منلو وړ نه ده  appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/هلمند-والي-د-ولسونو-زورونه-د-منلو-وړ-نه/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading