بازتاب نیوز

په ننګرهار کې داعش ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې

٢٥ سنبله ١٣٩٧ رادیو تلویزیون ملی افغانستان

 

 

په ختیځ ولایت ننګرهرا کې د داعشيانو د ډلې ٢٣ غړي وژل شوي دي.

په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې هوايي او ځمکني بريدونه شوي دي .

د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو چارواکي وايي چې په نويو بريدونوکې له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ٢٣ تنه داعشيان ووژل شول .

د چارواکو په وینا: په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت په خوږياڼيو، نازيانو، بټي کوټ او اچين د ولسواليو په مربوطاتوکې د دوى په سنګرونو بريدونه وشول.

د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .

په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهارکې د يو لړ چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه. امنيتي مامورينو نن سهار د ننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .

د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.

په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د دريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.

له دغو ډيپوګانو څخه چې دغني خيلو او هسکې مينې په ولسواليوکې د ډار اچوونکو په پټنځيوکې ساتل کيدې، يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.

لینک اصلی: https://rta.org.af/?p=22336

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از رادیو تلویزیون ملی افغانستان

آخرین خبر ها:

Loading