بازتاب نیوز

د خوږې سندرغاړې ډایري / لسم مخ

٢٥ وږی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

جاويد اوربل

یو سندریز بانډار

اوه کلونه بیخي ډیر کلونه دي، بیخي ډیره زده کړه مو وکړه، بیخي له ډیرو خلکو سره اشنا شوو او بیخي ډیرې خاطرې مو له ځانونو سره پریښودې. خو بیا هم کله چې درسونه تمام شول نو اوه کلونه بیخي ډیر ژر تیر شول، لکه اوه هفتې. ماته ځان هم معلوم دی، زلمو هم راته معلومه ده او نورې همصنفیانې هم. لومړي کال کې له ټولو د پیغلتوب تازه بوی موجونه وهل، عطر، جامې، سټایل او نورو ډیرو خبرو ته بیخي ډیر وخت و. خوړل، څښل و، خندا او مستي وه. د ټولو د مخ پوستکې اوار، روښانه او تازه و خو وروسته د مخ پوستکي ګیرګیشن، ګونځې او پیکه شول. د زړښت نښې په کې ښکاره شوې او د سمو اته دیرش کیلویي نجونو څخه پنځوس ـ شپیته کیلویي نجونې جوړې شوې. ځینو هلکانو به په ریشخند ویل، کلچې، ډبلروټۍ شوې. دا رښتیا وه، یوازې هغه نجونې تازه او جذابه پاتې شوې چې هغه اته دیرش کیلو وزن یې وساتلو او ځانونه یې چاغ نه کړل.

د فراغت رسمي مراسمو ته لا وخت و خو زلمو وړاندیز وکړ او زما هم خوښ شو. دې وویل، یو ځل چې فارغې شوو بیا هر څوک پخپله تړه ځي بیا والله که سره پیدا کړو نو راځه چې اوس لا خپلې همصنفیانې سره راټولې کړو، یو ګډ مجلس به جوړ کړو. زما خدای پاماني بده راځي، د خدای په ټولو کارونو کې تر هر څه زیات د خدای پامانۍ شیبه مې وژني. کله چې وایم دا وروستۍ دیدن وبوله نو زړه مې راډک شي او باران ټوله دنیا واخلي.

دواړې لګیا شوو، تابیا مو ونیوله، زنګونه مو ووهل او د یوه خوږ مجلس سازیدو ټول کارونه تمام شول. د ښار داسې هوټل مو انتخاب کړ چې ټولو ته راتګ اسانه وي. کور کې خو ما او زلمو دواړو انتظام جوړولی شو خو بدي یې دا وه چې که ما یا زلمو په کور کې ډوډۍ کړې وای، دواړې له مجلس څخه پاتې کیدلو او خوند مو نه شو اخیستلی بل هوټل کې ازادي هم زیاته وي.

د ملکې هوټل د دریم چت دویم وړوکي هال کې

ټولې یوویشت نجونې راټولې شوو، شل رقمه خوشبویي، همداسې جامې، همداسې خوږې څیرې او همداسې رنګارنګ زړونه وو. د غونډي اجنډا داسې وه چې ټولې به سندرې وایي، عکس او ثبت به پکې نه وي. سندرې د هر چا په خپله خوښه وې او په اخیر کې مو یو واټس اپ ګروپ جوړاوه چې ټولې به سره یو ځای یو.

د سندرو شروع ما وکړه.

اووو د جانان خیال مې زنګوي

او خیال مې زنګوي

هی لکه د ټال مې زنګوي

او لکه د ټال مې زنګوي

زړه به مې کړي قبول کنه

قبول کنه

دغه یو سوال مې زنګوي

هی لکه د ټال مې زنګوي

منظمې چکچکې روانې وې، ټولې غوږ غوږ وې، زلمو رباب ته ناسته وه او کله به یې غږ کړ، مه خرابیږې، ربابي.

عجیبه وه، نن د ډیرو خوږو سندرو د اوریدو شاهده وم، کله چې سانسور نه وي او زړه کې دې ویره نه وي بیا نو شهکار او اصیل تخلیق رامخې ته کیږي او د انسانانو پر زړونو پاچایي کوي.

ما ویل زه او زلمو یو چې ارټ ته لږ توجه کوو خو برعکس نن مې ولیدل چې موږ پر غلته یو. د طب د هرې برخې کس یوه بیله رنګینه دنیا لري خو پر خپلې دې دنیا ډیر کار نه کوي. دوی به مې لیدې چې همیشه به چپټرونه ورسره وو، رفرینس کتابونه به و او دوی به وې چې د پوهنتون په انګړ کې به له څلورم منزل نه لکه پروانې ښکاریدې. زموږ دویم نمرې خو به د امتحان نه دوه دقیقې مخکې ټول کتاب سر تر پایه کوت. ماته مې بابک د درس ویلو یوه لاره ښودلې وه او هغه مې تعقیب کړې وه. هغه به ویل، د هرې ورځې درس په هماغه ورځ زده کوه بیا به امتحان ته لاس او پښې نه یې. ما همداسې کول او نور ټولګیوال به د امتحان په ورځ سهار حیران وو چې دا لا څنګه حافظه لري چې درس ته ورګوري هم نه؟!

خو زما امتحانونه بد نه تیریدل او د اول نمره ګۍ او دویم نمره ګۍ په کیسه کې هم نه وم. بابک ویل، ښه نمبر له اووم څخه شروع تر څلورم پورې دی خو تر ډیره یې په فایدې نه پوهیدم خو د بابک خبره مې عملي کوله او پنځم نمره ګي تر اخیره چا رانه وانخیسته.

سندرې همداسې، په نوبت روانې وې او نوبت چې خلاص شو، بیا هر چا پخپله خوښه نوبت نیوه او سندرې به یې ویلې. سم د خندا، ټوکو او ژړا محفل و. چا به سندره یوه شروع کړه او زلمو به بل کمپوز ته لاړه، له چا به یوه مسره هیره شوه او نورو به غلته ورښودله. دومره مو وخندل چې تر سترګو مو اوښکې راتلې. په زوره خندا مو اوازونه کښینول. د مجلس پای ته نږدې زلمو ولاړه شوه، د ټولو توجه ور واوښته، راغله، زه ورته ودریدم، دې یو زنګون پر ځمکه کت کړ او د نامزادۍ ګوته یې راته ونیوله، په کوږ مغزي یې راته وویل، زما سره واده کوې؟!

زما له سترګو چې لا وختي اوښکې روانې وې، سترګو ته مې لاسونه ونیول او بیا مې غیږ ترې راتاوه کړه. اوږدې چکچکې او خنداوې همداسې د هال په منځ کې روانې وې او پسې تر ډیره وغزیدې.

ډوډۍ راغله، څه عجب فرمایش و، اشک و، د سبزۍ سوپ و، د فیلمرغ د ورنو کباب، میوه او سبزي. کله چې محفل تمام شو، واټس اپ ګروپ جوړ شو او پریکړه وشوه چې ټولې نجونې به یو بل ته کاري ځایونه ورښیو چې څوک وزګاره پاتې نه شي. کله چې وتلو، زلمو ټولې مخاطبې کړې، ویې ویل، د نن محفل خوږې جوړ کړی و، هغه په مدیریت کې بلا ده بلا. ما وویل، د محفل د جوړیدو ابتکار د زلمو و. ټولو زموږ نه مننه وکړه. زه چې په زینو کې راکښته کیدم، د زلمو خبرې ته متوجه شوم، په مدیریت کې بلا ده؟! راتلونکي دندې ته فکر یوړم چې مدیریت پکې د یوې زرې غوندې نه ښکاریده. (0)The post د خوږې سندرغاړې ډایري / لسم مخ appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-خوږې-سندرغاړې-ډایري-لسم-مخ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading